ادب او کلتور

سوادیلفاري

په سکاندیناوي افسانو کې غېرې معمولي سرعت لرونکی اس وو، مالک یې یو خیالي سړی وو چا چې له اسګارډ (Asgard) چار چاپېره د لوی دیوال جوړولو غوښتنه کړې وه – اسګارډ په انګرېزۍ کې د کایناتو په مرکزي برخه کې یوه سیمه ده چېرې چې خدایان اوسي.

یاد کس د دیوال غوښتنه ځکه کړې وه چې په دې سیمه باندې د برید کوونکو مخه ونیول شي. په دې افسانو کې خدایانو دا شرط ایښی وو که چېرې دیوال جوړونکی په یوه ژمي کې دیوال جوړ کړي نو فریجه (goddess Freyja) خدایه به د جایزې په توګه ورکړي همداسې به یې د سپوږمۍ او لمر مالک کړي.

خو له بده مرغه د دیوال جوړونکي قسمت هم لکه د افغانستان د ۲۱ پېړۍ د مجردانو غوندې وو.

سوا دیلفاري اس خپل مالک سره داسې مرسته وکړه چې له ټاکل شوې مودې څو ورځې وړاندې دیوال جوړېدل یې ممکن کړل خو خدایانو د چل باز خدای (god Loki) په مرسته د خیالي سړي د چارو مخه کې خنډونه رامنځته کړل. چل باز خدای له ځانه اسپه جوړه کړه او د خیالي سړي نر اس یې په ځان پسې روان کړ.

Master builder by Robert Engels
انځورګر: رابرټ اېنجلز (۱۷٦٦-۱۹۲۰)

Leave a Comment