ادب او کلتور ژوند بڼه لیکنې

نېکمرغي څنګه تر لاسه کړو؟

young happy woman with balloons at sunset in summer

دنيا کې ډېر خلک يه دې فکرو اند کې دي، چې خلکو کې مطرح واوسوو، خلک مو ياد کړي، د خلکو سره ښې اړيکې ولرو.دغه پورته غوښتنې د فطرت دي.اول داسې سوچ وکړئ چې دنيا کې هېڅ يو شى نا ممکن نه دى.هر څه امکان لري.که د نن څخه دېرش کاله وړاندې درته چا ويلى واى چې امريکا کې به يو سړى وي او بل به افغانستان کې وي، دواړه به يو بل ګوري، انځوريزې خبرې به کوي، ايا تاسو ورسره منل؟کېداى شي د ډېرو ځواب نه ول.ژوند ګردابونه لري، لوړې لري، ژورې لري.کلک هوډ او قوي عزم هغه څه چې ته غواړې ورته دې رسوي.ددې لپاره بايد ته څو پوښتنې ځواب
کړئ:

  • موږ څوک يوو؟ او څه ته پيدا شوي يوو؟
  • زموږ مسٶليت د ټولنې پر وړاندې څه دى؟
  • موږ بايد کومې موخې وڅارم؟
  • که ځان ته تغير ورکړم څه به وشي؟

د لمړۍ پوښتنې دوه جزونه دي.لمړى په ټوله کې انسانان يوو، بيا موږ شکر مسلمانان يوو، موږ د دوه جهانونو لپاره مسٶليت لرو.دويم موږ الله ج د خپل عبادت لپاره پيدا کړي يوو.عبادت ځان لمونځ او اودس نه دى.د حلالې نفقې نيولې ان د مور او پلار مخ ته کتلو نه اخوا د خلکو تر منځ روغ کول هم عبادت دى.

زموږ مسٶليست د ټولنې پر وړاندې دا دى: چې ټولنه کې د زغم فرهنګ رواج کړو.يو د بل احترام وکړو.په ټوله مانا انساني ارزښتونو ته قايل شوو. د خلکو تر منځ د روغې او جوړې لپاره هڅې وکړو.د ناوړو کړو څخه خلک منع کړو او د نيکې لارې لپاره خلک وهڅوو.

کومې موخې بايد وڅارو؟

هر څوک دنيا ته د ګڼو ارمانونو سره راځي.ځينې ارمانونه پوره کېږي او ځينې په جنت کې پوره کېږي.هغه موخه چې ستاسو ذهنونو کې وجود لري، امکان لري، چې تر لاسه شي.هر څه په هڅو تر لاسه کېږي.زړه ماتې کېږئ به نه او مايوسئ به وژنئ.که څوک غواړي د طب برخه کې زده کړه وکړي او د کانکور غوندې ازموينه هم مخ کې لري، نو پکار ده، ورته چې ډېر زيار وکښي ډېرې شپې رڼې کړي، ډېر درسونه ووايي.دا ډاډ او اطمئنان بايد په ځان ولري چې کاميابي راته لارې څاري.که خداى ج مه کړه نتيجه منفي شي، هڅه مه پرېږدئ ميتود تغير کړئ.

که ځانونه تغير کړو څه به وشي؟

وزنونه چې تغير مني.ځمکه چې تغير مني، انسانان بايد تغير ومني.که ځانونه د فصل سره تشبېيه کړو اول ډېر کوچني وي بيا ثمره ورکوي.زموږ د ژوند مثال د فصل په څېر دى.همدغسې تغير ته اړتيا لرو.تغير به هم سالم وي.نيت به صفا وي، منزل به اسان وي.انسانان خو فزيکي تغير ختمن مني.تر ټولو ښکلى تغير ذهني تغير دى، چې دې ته ارادي تغير هم ويلى شوو.ذهني تغير ډېر په سخته تر لاسه کېږي.کله هوډ، عزم مينه باور دا هغه څه دي چې تغير درکولاى شي.که تغير ونه کړئ ژوند خوښي نه دربښي.تغير به د علميت په لحاظ تر لاسه کوئ.هڅه به کوئ چې يو څه زده کړئ.تر هغې تغير نه شئ کولاى چې پورته نه شئ او دا شعار ونه وايئ: موږ کولاى شوو، موږ بريالي يوو.

Leave a Comment