ادب او کلتور سیاست

د وخت اروا څه شی ده؟

د جرمني په فلسفه کې له اتلسمې تر نولسمې پېړۍ پورې یو نظر وو. د جرمني ژبې کلیمه ده او مانا یې د وخت اروا ده، هغه نه ښکارېدونکي ځواک یا عامل ته رجوع کوي کوم چې د نړۍ په تاریخ کې د وخت په ځانګړنو حاکم وي. په اوس وخت کې یاده اصطلاح د (George W.F. Hegel) له چارو سره تړاو لري خو تر هغه مخکې (Herder, Goethe, Spencer and Voltaire) هم یاده اصلاح کارولې.
 
په اوس وخت کې یاده اصطلاح د فېشن او ژر خپرېدونکو خو کم وخت دوام کوونکو (Fads) ته رجوع کوي. دواړه په یو عصر کې داسې څه وړاندې کوي چې د منلو وړ وي لکه لوبې، جامې او داسې نور … د بېلګې په توګه د مهندسي رشته کې د تعمیرونو نقشې.
 
په ۱۸۰۷ کال کې (George W.F. Hegel) په خپله (Phenomenology of the Spirit) لیکنه کې د (Weltgeist) او (Volksgeist) کلیمه کارولې مانا یې ملي روحیه او نړیواله روحیه ده، په خپله لیکنه کې یې د (Geist der Zeiten) جملې کارونې ته د (Zeitgeist) په پرتله ترجیح ورکړې مانا یې د وخت روحیه ده، د (George W.F. Hegel) په اثارو کې ناپلیون لوړ شخصیت یاد شوی او د ناپلیون په اړه یې لیکلي ” په اس باندې ناست د نړۍ اروا ده “. د توماس کاریلیل په (Great Man theory) تیوري کې تاریخ جوړیدنه د اتلانو او نابغه ګانو پایله یاده شوې.
 
د مشري تیوري
په ۲۰۰۹ کې (Forsyth) د مشرۍ تیوري ولیکله او په خپله تیوري کې یې لیکلي چې مشري هم د (zeitgeist) تولید دی (په وخت کې د ټولنیز حالت). یاده تیوري په اروا پوهنه کې هم کاریږي.
 په اقتصاد کې (zeitgeist) د صنعتونو په ایمرجنسي د پوهیدو لپاره کاریږي.

Leave a Comment