ادب او کلتور افغانستان

د پښتو ژبې په اړه پنځه دلچسپ حقايق او معلومات!

Five Interesting Facts About Pashto Language
This is the Favicon or Site Icon of Zwak News which is official logo Zwak News in it.
Written by Zwak News

پښتو د افغانستان رسمي ژبه ده

ا:- پښتو د افغانستان دوه رسمي ژبو څخه یوه ده، چي د افغنستان بله رسمي ژبه دري ده او له فارسي ژبې څخه جوړه شوي ده. دا دواړه ژبې په افغانستان کې له پیړیو راهیسې شتون شتون لري. د تاریخ له پلوه ډیری پښتانه او د افغانستان وګړي په پښتو خبرې کولې. خو دري په هغه وخت کې په افغانستان کې د پاچاهانو، حاکمانو او د لوړو شخصيتونو هم ژبه وه.

د ۱۹۲۰ش او ۱۹۳۰ش کلونو په دننه کې پښتو ژبه د افغاني هویت سمبول بدله شوه. نو، حاکمانو او پاچهانو طبقې افغانستان د دواړو رسمي ژبو زده کړه پیل کړه. په ۱۹۳٦ش کال کې ظاهرشاه پښتو ژبه په رسمي توګه د افغانستان رسمي ژبه وټاکله.

نن ورځ تقريبان له ۵۰% سلنه څخه ډیر افغانان په دري خبرې کوي، او دري ژبه په پراخه کچه په دولتي ارګانونو، دفترونو او مخابراتو کې ډېره کاريږي. پداسې حال کې چې د ماشومانو لپاره تعلیم په دواړو ژبو کې شتون لري، او په اکثريت ښونځيو کې په دواړو رسمي ژبو ماشومانو ته زده کړې ورکول کيږي. خو ډیری پوهنتونونه یوازې په دري ژبه تدریس کوي.

په نړۍ د پښتو ویوونکي د هالینډي ژبې ویووکو څخه زیات دي

۲:- په نړۍ کې شاوخوا دوه چنده د هالنډۍ (Dutch) ژبې ويوونکو څخه د پښتو ژبې ويوونکي زيات دي. په ټوله نړۍ کې شاوخوا ۴۰ ملیونه خلک پښتو ژبه د مورنۍ ژبې په توګه خبرکوونکي لري. او په ورته وخت کې بيا په ټوله نړۍ هالنډي ژبه یوازې ۲۲ ملیونه وګړي شتون لري چي د مورنۍ ژبې په توګه خبرې پري کوي. د افغانستان سربیره ۲۵ ملیونه خلک په پاکستان کې په پښتو ژبه خبرې کوي. نوموړي ژبه د تاجیکستان په ځینو برخو کې هم ویل کیږي. او اوس مهال د نړۍ په کچه پښتو ژبې وينوالې ټولنې شتون هم لري.

پښتو ژبه د نثر او نسخ له پلوه

۳:- پښتو په عربي نثر لیکل شوې ده. په ژبنيز لحاظ عربي او پښتو یو له بل سره زيات توپیر لري. په هرصورت، که تاسو په یوې ژبې هم خبرې نه کوئ، ممکن تاسو په اسانۍ سره د عربي لپاره پښتو لیکنې کې غلطي وکړئ، ځکه چې تقريبا دوی ورته سکریپټ کاروي. څرنګه چې دادواړه ژبې خورا توپیر سره لري، ځکه د پښتو نسخ دوباره جوړ شوى، د پښتو ژبې په نسخ کې اضافي حروف اضافه شوي دي، ترڅو ځینې پښتو غږونه وښیې چې خاص په پښتو ژبه پورې اړه لري او د عربي سره کومه اړيکه نلري. همدا لامل دی چې د پښتو الفبا ټولټال حروف څلور څلوېښت حروفونه لري. پداسې حال کې چي د معیاري عربي يواځې اته ويشت الفباء حروف لري. کله چې د انګلیسي څخه پښتو ژبې ته د مواد ژباړى، ممکن تاسو د مختلف سکریپټ ځای په ځای کولو لپاره د ډيزاين لږ تر لږ بدلون ته اړتيا ولرئ.

د پښتو ژبې لهجې

۴:- په پښتو ژبه کې عموماً له دواووه څخه تر دريو ډوله لهجې موجودې دي د پښتو ژبې لهجې هم لکه د نورو په څېر مختلفې لهجې لري. د پښتو لهجې عموماً د سیمې په کچه يو له بل سره توپیر لري. لکه شمالي پښتو، چې په پاکستان کې ویل کیږي. سویلي پښتو، چي په افغانستان کې پري خبرې کیږي. خو مرکزي پښتو په پاکستان کې تر ډېره استمعاليږي. ځینې ​​سرچینې پښتو ژبه په “شمالي” او “سویلي” لهجو ویشلي دي.

پښتو د زباني آدب له پلوه

۵:- پښتو د زباني آدب له پلوه یو بډایه دود لري. په دې ژبنيز ادبي دود کې له پخوا راهسې شعر شاعري او لنډې کیسې شاملې دي. د پوښتو په ادب کې يو بل پخوانۍ دود دى چي لنډۍ ورته وايي او دا د ښځو لخوا جوړې شوي دي، او اکثره يې د افغان میرمنو په اړه د ورځني ژوند آزموینې او کړاوونه بیانوي.

Leave a Comment