ادب او کلتور

له نیکټايي سره د افغاني کلتور کومه اړیکه شته؟

Neck Tie view from the Afghan Culture نیکټایي له د افغان کلتور له نظره
This is the Favicon or Site Icon of Zwak News which is official logo Zwak News in it.
Written by Zwak News

دا یوحقیقت دئ چی نکټایی په افغانی کلتور اوفرهنګ کی هیڅ مقام اوځای نلری، ځکه دافغانستان خلګ دکوم وقت څخه چی مسلمانان شویدی، طبعی خبره ده چی ټول هغه دودونه اوعنعنات چی هغه غیر اسلامی او غیراخلاقی دی دوی پسی پری ایښی دی، که په کوم ځای کی دیو چا لخوا یوغیر اسلامی دود اوعنعنه پرمخ باندی بیول کیږی هغه سړئ دافغانستان دخلګو نماینده گی نشی کولای، ځکه د ریښتینو مسلمانانو نماینده گی به رښتینئ مسلمان کوی، څوک چی کفارو په اصطلاحګانو باندی روبد وی هغه هیڅ کله دیو مسلمان هیواد دخلګو رښتینئ اومنل شوئ نماینده اودهغوی دفرهنګ اوکلتور مظهر نشی کیدلای، دافغانستان دټولو مسلمانو وګړو فرهنګ هغه شئ دئ کوم چی اسلام ورته راوستلئ دئ، اوهغه یی ددوی لپاره فرهنګ او دژوند لیدلارئ معرفی کړئ دئ، نیکټایی چی کوم شرعی حیثیت نلری نو افغانی حیثیت هم نلری، نکټایی چی په اسلام کی حرامه ده ، نو په افغانیت کی هم حرامه ده، مونږ چی دخپلو نیکه ګانو تاریخ ولولو نودابه راته له ورایه ښکاره شی ، چی هغوی نکټایی ګرسره نه پیژندل، بلکه دایو داسی لباس دئ، چی غرب اوشرق دمزدورانو اوهمفکره خلګو لخوا افغانستان ته راوړل شوئ دئ، هیڅ افغانی اصل اوریښه نلری، اوس یی هم هغه خلګ په غاړه کوی کوم چی ځانونو ته عصری مسلمانان Moderate Muslim وایی، خودا بیچاره ګان ددی څخه ناخبره دی چی عصری مسلمان څه معنی؟ عصری مسلمان دیته وایی: چی دعصر په مسائلو یی سرخلاص وی، دوقت اوعصر په حالاتو باندی پوهیږی په عصری اومدرن امکاناتو باندی خلګو ته داسلام په جوکاټ کی داخل اسلامی اوشرعی خدمات کوی، نه داچی دزمانی داهل سره دی دئ خپل اسلامی کلچر ته تغییر ورکړی، نوم دی هم نوئ کښیږدی کالی دی هم نوی واغوندی، خبری دی هم نوی نوی خبری کوی، کارونه دی هم نوی اوعجیب کارونه کوی، دغربیانو اوکفارو سره دی ځان مشابه کوی بس دغه عصری مسلمان شو، داسی نده ، داعصری مسلمان ندئ، دا داسی مسلمان دئ، چی دعصر قربانی شوئ دئ، ددنیا دحالاتو اوکفری اصطلاحګانوښکار ګرځیدلئ دئ.

توصيه

درنو اوقدرمنو لوستونکو! تاسو درسول اکرم صلی الله علیه وسلم احادیث اودفقهاؤ اقوال ولیدل چی لباس اوعلامی ته یی څونه اعتبار ورکړئ دئ، آن چی علامه اولباس یی یومعیار ګرځولئ دپاره دظاهری تشخیص دمسلمان اوکافر نومونږ ته لازمه ده چی دکفارو دهرقسم لباس څخه کوم چی په دوی پوری خاص وی، اویاددوی سره یوه عقیدتی بڼه ولری ځان وساتو، بیاپه خاصه نکټایی چی په اړه یی تاسو پورتنئ تحقیق ولوستئ چی هم دقرآن اوحدیث اوفقه په تطابق اوهم دعلماؤ په تصریحاتوباندی حرامه ده، دامعلومه خبره ده چی مسلمان لکه په دینی اموراتو کی چی مستقل او ځان کفا دئ داغسی په فرهنګ اوکلتور کی هم ځان کفادئ، دیته ندئ محتاجه چی په خپل لباس اوظاهری شکل جوړولو کیدی دکفار څخه تقلید وکړی، اسلام هرڅه ورته ښودلیدی، که لباس دئ، که خوراک اوڅښاک، اوکه اقتصاد دئ، په ټولو کی الله پاک ورته ښه اوبد معرفی کړی، اودده دضرورت هرشی یی ده ته ورښودلئ دئ دهغه کیفیت اوکمیت یی ورته ډیر واضح بیان کړئ دئ، نو راشئ خپل اسلامی ، او اصیل افغانی لباس په تن کړئ داده کفارو اوګمراهانو دلباس څخه پرهیزوکړئ، إن شاء الله خدای پاک به درباندی خپل رحمت وکړی او دنورو پخوانیو نیکمرغو انسانانو غوندی به نیکمرغی در په برخه کړی.

خلاصه:

خلاصه نکټایی په اسلام کی حرامه ده که یی څوک په عقیده دصلیب او په کومه عقیده چی یی کفار تړی ، وتړی پدی باندی انسان کافر کیږی اوکه یی په هغه عقیده باندی ونه تړی نوبیا کافر کیږی خونه ، لیکن تړل یی حرام ځکه دی چی پدی کی دکفارو سره مشابهت راځی، دهغوی سره دځان مشابه کول حرام دی.

د نکټايی په اړه د علماو فتواګانې

1.الشيخ الدكتور سليمان بن سليم الله الرحيلي.

نوموړی وروسته تربیان دتاریخ دنکټایی کوم چی مخکی مونږ دده په حواله ذکر کړئ داسی وایی: فأنا – يظهر لي والله أعلم – أنه لا يجوز للمسلمين أن يلبسوها.
ماته خوداسی معلومیږی چی دنکټایی اغوستل مسلمان ته نه رواکیږی. والله اعلم

 

2. الشیخ ناصر الفهد.
ددغه عالم فتوی مو مخکی هم ذکر کړه چی دئ دخپلی فتوی په اول کی وایی: لايجوز لبسها لأنها تشبه بالكفار. ددی اغوستل نه رواکیږی ځکه پدیکی دکفارو سره مشابهت راځی.

3. الشيخ عبدالرحمن بن عبدالخالق اليوسف.
نوموړی عالم وروسته تردی چی څوک ورڅخه دنکټایی په هکله سوال کوی داسی وایی: ربطة العنق من شعار ولباس الكفار، ولا يجوز للمسلم أن يلبسها لأن في هذا تشبه بهم. یعنی نکټایی دکافرانو شعار اولباس دئ، مسلمان ته دهغی اغوستل نه رواکیږی ځکه چی پدیکی دهغوی سره مشابهت راځی.
[http://majles.alukah.net/showthread.php?40747]

4. الشیخ ناصرالدین الالبانی:
صورة أخرى من التشبه:
لقد أصبح التشبه بالكفار أمراً سهلاً جداً، فضربت لكم مثلاً: (البرنيطة) ولننزل درجة، فنأخذ وضع العقدة هذه التي يسمونها (الكرفتة)، هذه ما المقصود منها يا ترى؟ لا شيء أبداً إلا أن هذا زي كافر نقله الكفار حينما استحلوا بلادنا، فزين الشيطان لنا ذلك الزي فقلدناهم وتشبهنا بهم.
ژباړه: بل صورت دمشابهت دکفارو سره:
اوس خو دکفاروسره مشابهت یو ډیر آسانه اوهوسی کار ګرځیدلئ، زه یی تاسوته یو مثال وایم: انگریزی خولۍ (رخچینه) او یو درجه چی کښته شو نودغه غوټه به راواخلو کوم چی خلګ ورته نکټایی وایی ددی څخه مقصد څه شئ دئ؟ بل هیڅ مقصد ځنی نشته غیرلدی څخه چی دغه لباس دکافر دئ چی کفارو زمونږ ښارونو ته دځانه سره راوړئ دئ هغه وقت چی زمونږ ښارونه یی اشغال کړل. نودغه ددوی لباس شیطان مونږ ته ښایسته کړئ مونږ یی هم تقلید وکئ او ځانونه مو ددوی سره مشابه کړل.
[دروس الشیخ محمدناصر الالبانی المکتبة الشاملة]

د اسلام مشهورو علاماو صحیح او حقیقي فتواه

لکه څرنګه چي پورته ځينو علاماو ویلی دي چي نیکاټايي د کفارو نښان دی، نو ځکه حرامه ده، او دا حقیقت دی چي هر هغه شی چي د هر کافر د هغو د دین نښان وي حرام دی.

نو آیا نیکټايي د کوفارو دیني نښان یا مشابهت دی؟
نه، بکل نه، نیکټایي نه د کفارو دیني نښان دی او نه هم د کفارو سره مشابهت، ډاکټر زاکرنایک د یادې پوښتنې په ځواب کې ویلی دي ما د ډېرو دینونو، لکه عسویت، یهودیت، نصرنیت او نورو دینونو ټولو کتابونه مطالعه کړي دي، خو په هیڅ کوم دین کې نیکټايي د یادو دینونو مذهبي نښان ندی، او د کفارو سره ځکه مشابهت ندی چي نیکټایي په لومړي ځل د مسلمانانو له خو اغوستل شوي وه، علت یې دا و چي به بوسنیا هیواد چي ټول وګړي یې مسلمانان دي ډېر سوړ و، ددې په خاطر چې دوي خپلې مری او ورمیږونه ګرم وساتي، دوی نیکاټيي استمعالولې چي په خوت سره یې اوسنئ شکل غوره کړو. نو کله چي نه نیکټايي د کفارو مذهبي نښان شو، او نه دوی اجاد کړي ده نو بیا څنګه حرامه شوه او یا له کفارو سره مشابهت شو.

خو بدختانه چي دا زموږ مولایانو یواځې دې مشابهت په ټکي پوهیږي او فتوې لګوي، نو نه اکثریت خوصوصا د افغانستان او پاکستان ملایان چي د اصري علومو او د مسلمانانو له تاریخو ناخبره دي.

نو لنډه دا نیکټايي سل فیصده حلاله او اغوستلی شئ، ځکه نا دا مشابهت دی د کفارو او نه کفارو کوم مذهبي نښان دی، نه کفارو اجاد کړي؛ بکلې په بوسنیا کې په لومړي ځل د مسلمانانو لخوا اجاد او اغوستل شوه.

د له وضاحت لپاره لاندې ویډیګانې وګورئ

اردو ځواب يې ژپه – دا هتمن واورئ

ربنا تقبل منا إنک أنت السمیع العلیم. وصلی الله تعالی علی خیرخلقه ونورعرشه محمدوآله وصحبه اجمعین.
واسع ویب

Leave a Comment