نړۍ

په پاکستان پنجاب کې تر ۸۰ ډېر کورونه او ۱۹ کلیساوې سوځول شوي

This is the Favicon or Site Icon of Zwak News which is official logo Zwak News in it.
Written by Zwak News

د وروستیو راپورونو له مخې په پاکستان کې پولیسو تایید کړې چې د پنجاب ایالت په جڑانواله ښار کې د قهرجنو مسلمانانو له خوا تر ۸۰ زیات د مسیحیانو کورونه او ۱۹ کلیساګانې سوځول شوي دي. دا پېښه د چهارشنبې په ورځ هغه مهال رامنځ ته شوه چې یو شمېر مسلمانانو دوه عیسویان د قران کریم په سپکاوي تورن کړل. وضعیت په چټکۍ سره خراب شو کله چې د مسلمانانو ټولنې د عیسویانو په کورونو بریدونه پیل کړل. خوشبختانه، عیسویان د برید دمخه خپل کورونه پریښي وو. پولیسو د پېښې په تړاو ۱۲۸ مسلمانان او دوه مسیحیان نیولي دي. د نورو بریدونو د مخنیوي لپاره، پولیسو په پنجاب ایالت کې د 3,200 عیسوي کلیساګانو لیدنه او پایره وکړه.

Leave a Comment