خبرونه نړۍ

تر پنځوسو زیاتو اسرايلو یهودیانو ته مرګ ژوبله اوښتي ده!

This is the Favicon or Site Icon of Zwak News which is official logo Zwak News in it.
Written by Zwak News

فلسطین کې اسرائیل تر اشغال لاندې سیمه کې د کنیسې چت د نسکویدلو له امله لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اوښتي ده.

په لویدیځه تراړه کې د  اسرائیل تر اشغال لاندې  په یوې کنیسې یا ( سیناګوګ ) کې د یهودیانو د دیني‌ مراسمو پر مهال د چت د رالویدو له امله په لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده .

د فلسطین په لویدیځې تراړه کې د اسرائیل تر اشغال لاندې  د ګیوات زي یف  سیمه کې چیرته چې  یهودي‌ ښار ګوټو موقعیت لري په یو کنیسې یا سیناګوګ کې  د دیني‌ مراسمو پر مهال د چت د نړېدو له امله ۵۲ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده .

د ویل کیږي‌ پدې پيښه کې څو تنه مړه او له ۵۰ تنو زیات ټپیان شوي‌ دي. د ټپیانو نه د لسو تنو ډیرو روغتیايي حالت باریکه دی. د مړو شمیره کیدای شي‌ چې لوړ شي.

ځايي رسنیو ویلي‌ دي‌ چې پدې مراسمو کې تر ۶۰۰ تنو ډیرو کسانو ګډون کړی وو. د پيښې د رامنځته کیدو نه وروسته  په لسګونو امبولانسونه د پيښې خای ته واستول شول. ټپیان د لویدیځې تراړې روغتونونو ته انتقال شوي‌ دي.

د ګیواټ زي یف  د شورا  رئیس خبري رسنیو ته ویلي دي‌ چې په کنیسه کې د ځای اړوند د تهدید په اړه مو پولیسو ته خبر ورکړ خو پولیسو خپل مسئولیت ندی ادا کړی.

هغه ویلي دي‌ چې د پيښې په اړه تحقیقات پيل شوي‌ دي.

Leave a Comment