خبرونه نړیوال خبرونه نړۍ

چین له پاکستان څخه د نهو وګړو پر سر، ۳۸ میلیونه ډالر غرامت غوښتی

This is the Favicon or Site Icon of Zwak News which is official logo Zwak News in it.
Written by Zwak News

چین له پاکستان څخه د نهو وګړو پر سر، ۳۸ میلیونه ډالر غرامت غوښتی

د بزنس ریکارډ ورځپاڼې د خپلو نوو راپورونو او معلوماتو په اساس د چین او پاکستان وروستیو ترینګلو اړیکو ته اشاره کړي ده، او د پاکستان چین وروستۍ کړکیچنې اړیکې یي سیمې ته په خطر بللي دي.د بزنس ورځپاڼې د راپور په اساس چین له پاکستان څخه د خپلو هغو نهو انجینرانو غرامت غوښتی دی، چې څه موده وړاندې په داسو کې پر چینايي انجینرانو باندې سخت مر ګو نی بر ید وشو چې په پایله کې یي ۹ چینايي ایکسپورټ انجینرانو خپل ژوند و با یلود.

د ځینو نړیوالو رسنیو او ټاسک آژانس، د خپلو نوو راپورونو په اساس د چین وروستي دريځ ته په اشارې ویلي دي، چې چینايي لوړ پوړو چارواکو دا پرېکړه کړي ده چې چین به تر هغې د داسو نومي بند پر سر کار پیل نه کړي، تر څو چې یي د خپلو نهوو و / ژ ل شویو انجینرانو غرامت له پاکستان نه وي اخیستی.

بل طرف د ځینو نړیوالو شنونکو په باور، د چین او پاکستان تر منځ وروستۍ ترینګلې اړیکې د دواړو هیوادونو په اقتصادي او سیاسي لحاظ زیانمنې کوونکې دي. او باید پاکستان د چینايي انجینرانو ژوند ته پوره خوندیتوب او ډاډ ورکړي.

د ویلوړ ده، چې د چین او پاکستان تر منځ په د وروستیو کې اړیکې تر بل هر وخت زیاتې خرابې شوې دي، چې زیات سیاسي او پوځي شنونکي يي په افغانستان کې د وروستیو تحولاتو کېدل او د امریکا رول یادوي.

Leave a Comment