نړۍ

د اندونیزیا یوه الوتکه ورکه شوې، ۶۲ تنه په کې سپاره دي 

This is the Favicon or Site Icon of Zwak News which is official logo Zwak News in it.
Written by Zwak News

د اندونیزیا د ترانسپورت وزارت ویاندې ادیتا اراواتي وايي چې د بوینګ ۷۳۷-۵۰۰ الوتکه د شنبې په ورځ جنوري ۹ (مرغومي۲۰) له مرکز جاکارتا څخه پرواز کړی و چې شاوخوا ۵ دقېقې وروسته یې له رادار سره تماس پرې شو.

الوتکه له جاکارتا څخه د «کلېمنتان» ایالت مرکز «پونتیانک» هوايي ډګر ته پر لار ورکه شوې ده. دا ټول پرواز شاوخوا ۹۰ دقېقې دی.

چارواکي وايي په دغې الوتکې ۵۶ مسافر او شپږ تنه د الوتکې عمله سپاره دي.

د اندونیزیا د «کومپاس» تلویزون کې ښودل کیږي چې خلک د «پونتیانک» په هوايي‌ ډګر کې خپلو دغو مساپرو ته منتظر ناست دي.

چارواکي وايي چې د ژغورنې او پلټنې د ملي‌ ایجنسۍ او د ترانسپورت او مصؤنیت له ملي کمېټې سره په ګډه د ورکې شوې الوتکې لټون پيل شوی دی. د الوتکې له پرواز څخه یوه شپه هم تېره شوه، ‌خو لا یې څرک نه دی لګېدلی.

اندونیزیا چې ګڼ شمیر ټاپوګان او شاوخوا ۲۶۰ میلیون نفوس لري، د زیربنا او مصونیت د ټېټ معیار او په هوايي، بحري او ځمکنیو لارو باندې یې د ګڼې ګوڼې له کبله وخت ناوخت دا ډول پېښې کیږي.

Leave a Comment