امنیت نړیوال خبرونه

د مېشتو بهرنیو سرتېرو برخلیک

ځواک میډیا – کابل (چهار شنبه د سلواغه ۲۹ ) د امریکا د دفاع وزارت یا پنټاګون یوه لوړ پوړي چارواکي اعلان کړي، چې دوی لا هم په افغانستان کې د مېشتو سرتېرو د برخلیک په اړه کومه پرېکړه نه ده کړې.

دغه لوړ پوړي امریکايي چارواکي  خبریالانو ته ویلي، چې امریکا د ناټو سازمان غړو هېوادونو د دفاع وزیرانو په غونډه کې یوازې د خپلو متحدینو سره د افغانستان د وضعیت په اړه سلا مشورې کوي.

نوموړي زیاته کړې، چې امریکا او ناټو یو ځای افغانستان ته تللې او هلته خپل شتون به هم په ګډه سره تنظیموي.

دغه امریکايي چارواکي د جزیاتو له ورکولو پرته ټینګار کړي، چې امریکايي او ناټو ځواکونه به په یوه مناسب وخت کې له افغانستان څخه ووځي.

د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ هم وړمه ورځ ویلي، چې نړیوال ځواکونه به په افغانستان کې تر یوه مناسب وخت وړاندې ونه وځي، خو ټینګار یې کړی، چې د ناټو هېڅ غړی نه غواړي، چې تل په افغانستان کې پاتې شي.