خبرونه نړیوال خبرونه

مودي؛ په دې حساسو شرایطو کې، د افغانانو تر څنګ ولاړ یو

This is the Favicon or Site Icon of Zwak News which is official logo Zwak News in it.
Written by Zwak News

مودي؛ په دې حساسو شرایطو کې، د افغانانو تر څنګ ولاړ یو

د هندوستان لوړپوړي چارواکې او ځینې وتلي سیاستوالو په خپلو تازه څرګندونو کې د افغانستان له اوسني حکومت خپل ملاتړ څرګند کړی دی، او په هره برخه کې یي د افغانستان اوسني حکومت سره د خپلو مرستو ژمنه کړي ده، یاده د وي چې تیره ورځ د هند د بهرانیو چارو وزیر جیشانکر په خپلو خبرو کې د پاکستان وروستي دوه مخي سیاست ته په اشاره ویلي دي، چې پاکستان غواړي په سیمه کې ناخوالې رامنځته کړي او د افغانستان له اوسني وضعیت ناسمه ګټه پورته، او د افغانستان خاوره د بهرانیو هیوادونو په ضد کاروي.

په ورته مهال د هندوستان لومړۍ وزیر نریندرا مودي په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، د افغانستان په اوسني اقتصادي او سیاسي بحران کې د افغانانو تر څنګ ولاړ دی، او په وینا يي چې د افغانستان له اوسني حکومت څخه به هيڅ ډول مرسته ونه سپموي، مودي چې تیره ورځ يي خبریالانو ته د يوه خبري کنفراس له لارې خبرې کولې زیاته کړي ده، د ا.ا مشرانو څخه غوښتنه کوو تر څو هیچاته ددې اجازه ورنکړي چې د افغانستان له اوسني وضعیت ناسمه ګټه پورته کړي او پرې نه ږدي، تر څو ځینې هیوادونه د افغانستان له خاورې د صېفر په توګه کار واخلي.

مودي ویلي، د افغانستان اوسنیو حالاتو ته اندیښمن دی او د افغانستان اوسني حالات يي ښه درک کړي دي، او په خبره يي حالات له نړیوالو سره یو ځای څاري تر څو ځینې ګاونډي هیوادونه د افغانستان له خاورې ناسمه استفاده ونکړي.

همدا شان مودي له نړیوالو غوښتي ، چې د ترهګرۍ سره په ګډه ددوی سره د مبارزې لپاره اوټلي ګاومونه اوچت کړي.

Leave a Comment