افغانستان امنیت

د ژغورنې ١٨ لارښوونې د چي بايد هر ماشوم يې زده کړي!

This is the Favicon or Site Icon of Zwak News which is official logo Zwak News in it.
Written by Zwak News

١:- د شپې لخوا د ماشومانو له کوره بهر څرنګوالى

Source: brightside
  • شپې له مخې د کور څخه بهر پاتې کیدل یا له کور بيرون تګ هم له اسلامي اړخه منع دي او اوسني حالاتو ته په کتو د لویانو او په ځانګړي توګه د ماشومانو لپاره خورا خطرناک تماميدلى شي. محمد (ص) فرمايلي: تاسې خپل ماشومان له مښام وروسته له کوره بيرون مه پريږدئ، ځکه پدې وخت دوي ته پريان متوجه وي او ترې متضرر کيدلى شي. بل ځاي کې محمد (ص) فرمايلي: تاسو دشپې له خپل کورې بل چېرې تګ مه کوٸ، ولو که تاسو د بل چا په کور کې هم وى، خپل کور ته مه ځٸ.
  • که تاسو پوهیږئ چي خپل کور ته ناوخت راځی او در باندې ناوخت شوی وي، نو د یو چا سره یو ځاي شئ او په یو ځاي خپل کور ته لاړ شئ. او کله چي تاسو په تیاره کئ له کوره وځی، د کورنۍ یو غړی مو خبر کړئ چي تاسو کله ځي او کله بیا بېر ته راځئ.
  • که تاسو آړین ضرورت لرئ چي ن په تیاره کې له کوره بیرو ووځئ، کوښښ وکړی چي کله په سرک بلې غاړې ته اوړئ، نو د نورو لارویانو سره په یوځاي له سرک پورې ووځئ.
  • که تاسو کوره بیرون وائ، او تیاره وه؛ نو کوښښ وکړئ چي د پارکونو، ځنګلونو، او ورانو شویو کوڅو، او په ګډوډو لارو تګ ونکړئ.

له نامعلومو خلکو سره باید څه وکړو؟

Source: Brightside
  • هيڅ کله له نامعلومو اشخاصو سره چېرته مه ځئ، که څه هم دوي به وایي چي ستا مور او پلار زما نږدې ملګري دي او د هفوي خوا ته د بوځم؛ یا د خپل کور ته بیایم.
  • له نا معلومو خلکو هیڅ شئ مه اخلئ، که هفه اوبه وي، انرجي وي، یا وچه میوه وي؛ لکه بادآم او داسې ورته نور شیان. ممکن دوي پکې نشايي مواد ځائ پر ځاي کړي وي.
  • که تاسو څخه یو نا معلوم سړئ یا ښځه یا بل هر څوک اوغواړي چي زما سره مرسته وکړه؛ نو پدې صورت کې پخپله ورسره مرسته مه کوئ، بلکې یو بل لوي کس وګورئ او هغوي ته اوايئ چي مرسته ورسره وکړي.

د سرکو سره باید څنګه معامله وکړو؟

Source: Brightside
  • کوښښ وکړي چي د موټرو ځينې ترافیکې نښې وپيژنئ – لکه د موټر هارن یا بيپ، د موټر دې تاوولو د څنګ اشارې، د امبلانس، یا پولیسو هرنونه او داسې نور…
  • هڅه وکړئ چي دا ولاړ شويو موټرو تر شاه تګ ونکړئ، ځګه پدې سره به نه تاسو روان موټر وینئ؛ او نه د راوانو موټرو ولا ته تاسو ښکارئ. خدای مه کړه موټر مو ونوهي.
  • که چېرې د سرک پر غاړه سایډ واک یا پلې تګ راته لاره نه وه؛ کوښښ وکړي چي پداسې حال کې په سرک تګ وکړئ چي موټر چلوونکي مو مخامخ وويني، او تاسو ته هم معلومیږي.خو که خدای مه کړه یو موټر ستاسو پرلو په نا پامی کې نږدې کیده، تاسو کولی شئ پر وخت د موټر څخه ځان یو څنګ ته کړی.

عامو یا په لایني موټرو کې ځو باید څه وکړو؟

Source: Brightside
  • بس تم ځایونو یا هفه اړوند ځایونه چېرې چي بسونو یا لاینې موټر ډکیږي هلته له سرک یو متر لرې انتظار وکړئ؛یواځې او یواځې په عامه بسونو یا لایني موټر کې تګ را تګ وګړئ.
  • هیڅ کله نامعلومو خکلو او شخصي موټر کې له یو ځاي بل ځاي ته مه ځئ، او اصلا داسې موټر ته د پورته کیدلو هیڅ کوښښ مه کوئ.
  • هر کله چي په عامو بسونو کې تګ کوئ، کوښښ وکړئ موټر چلوونکي یا ډرایور ته نږدې کښېنئ؛ تر څو نومړي تاسو ته پام وي. او که کوم خطر درته موتجه کيده، نوموړي ډرايور مو مرسته درسره کولی شي. او له هیچ چا سره خبرې مه کوي، مه خپل ځان په اړه معلومات ورکوئ؛ لکه تاسو چېرې ځی او یا تاسو چېرته اوسئ.

په سختو یا خطرناکو حلاتو کې باید څه وشي؟

Source: Brightside
  • که وپوهیدئ چي تاسو یو څوک څاري او تعقیب کوي مو، نو بي له ځنډه داسې ځاي ته ولاړ شئ چي هلته خلک وي، يا کولی شئ چي یو سوپر سټور یعنې دوکان، یا بل داسې خوندي ځاي ته ولاړ شئ. او نورو لویانو ته خبر وکړئ.
  • که چېرته مو داسې خلک ولید چي چرسیان، پوډریان او بدمشان وي؛ له هغوي څخه لرې ولاړ شئ.
  • که یو نامعلوم شخص مو ونیسي او له ځان سره مو چېرته بیايي، پدې صورت کې چغې او نارې وکړئ چي دا زما پلار ندی او نه یې پیژنم. دغه وخت خلک موتجه کیږي چي نومړی شخص تاسو اختطاف کوي، او ترې خلاصوي مو.

بازاري یا د لارو سپو سره څه وکړئ

Source: Brightside
  • د بازاري یا د لارو کوڅو سپو سره کار مه لرئ، ځکه کولی شي چا موشومان ډېر ژر وخوري او شديد زخمي یې کړي. خداي مه کړه د لیوني سپي مرضي درته انتقال نکړي.
  • له سپو څخه منډې مه وهئ، پدې سره سپی په تاسو پورې منډې وهي، او ډېر ژر مو رانيسي.
  • کله چي سپي تاسو ته غاپي، کوښښ وکړي ارام ووسئ. داسې و فکر وکړئ لکه هیڅ چي نوي شوي.

Leave a Comment