امنیت پښتونخوا خبرونه نړیوال خبرونه

دوه پاکستانۍ پوځیان هلاک شوي

ځواک میډیا – کابل (سه شنبه د سلواغه ۲۸ ) د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، تېرماښام د پاکستان جنوبي وزیرستان واڼه سیمه کې د پاکستاني پوځيانو پر موټریز کاروان ځای پر ځای شوي ماین چاودنه کړې، چې له امله یې دوه پوځیان هلاک شوي او اته نور ټپیان شوي دي.

د جنوبي وزیرستان پولیسو ویلي، له چاودنې وروسته په سیمه کې تصفیوي عملیات پیل شوي، خو پوځ لا هم د خپلو هلاک شويو سرتېرو په تړاو څه نه دي ویلي.