تعلیم روغتیا

ډي اېن اې څه شى ده، او ولې اړينه ده؟

دې سوال ته ساده او اسانه ځواب دادی چې په ډي اېن اې کې هغه لارښوونې یا هدایتونه موجود دي کوم چې د ژوند لپاره اړین دي. په ډي اېن اې کې کوډونه موجود دي او دا کوډونه زمونږ د ودې لپاره د حیاتي پروتینونو د تولید لپاره لارښوونې چمتو کوي.

ډي اېن اې (DNA) د (deoxyribonucleic acid) لنډیز دی. په ډی اېن اې کې جوړونکي بیلوجیکي بلاکونه موجود دي یاد بلاکونه د (nucleotides) په نامه یادیږي. ډي اېن اې یوازې د انسان لپاره نه بلکې د ټولو ژوندیو لپاره په حیاتي توګه اړین مالیکول دی. په ډي اې اې کې زمونږ ارثي مواد او جینونه موجود وي او له همدې امله مونږ بې ساري یو.

ډي اېن اې په روغتیا، ناروغیو او زړښت کې :

پراختیا ته چمتو ستاسې جینوم

ستاسې د ډي اېن اې ټول سیټ ته ستاسې جینوم وایي. په دې کې ۳ بیلیونه بېزونه، ۲۰ زره جینونه او د کروموزوم ۲۳ جوړې شاملې دي. تاسې خپله ډي اېن اې نیمه له پلار او نیمه له مور په ارث اخیستې او یا هم نیمه ډي اېن اې مو د پلار ده او نیمه مو د مور ده. په ترتیب سره ستاسې دا ډي اېن ستاسې د پلار له سپرمو او د مور له هګیو جوړه وي. جینونه ستاسې د جینوم ډېر کمه برخه جوړوي او یوازې ۱ % وي او د جینونو پاتې ۹۹% برخه یې نور توکي تنظیم کوي لکه کله او څرنګه او څومره پروتینونه تولید شوي. ساینس پوهان تر اوسه د بې کوډه ډي اېن اې په اړه مطالعې او څېړنې کوي تر څو زیات پرې پوه شي.

د ډي اېن اې زیان لیدنه او تغیر

تقریبا هره ورځ لسګونه زره ډي اېن اې زمونږ په حجرو کې زیان ویني. د زیان لیدنې لامل تېروتنه وي لکه په تکثیر یا تولید کې تېروتنه، ازاد راډیکالونه او ماوراء بنفش وړانګو ته څرګندېدنه. خو په حجرو کې زیات داسې پروتینونه موجود وي چې د ډي اېن اې تېروتنه او زیان لیدنه مومي او بېرته سمون پکې راولي. بدن کې د ډي اېن اې د رغونې لپاره پنځه عمده طریقې موجودې دي.

میوټېشن (mutation) د ډي اېن اې په تسلسل کې تغیر دی او ځینې وخت دا تغیر بد وي. که چېرې د ډي اېن اې په کوډ کې تغیر راشي نو په هغې لارې یا طریقې اغیز کوي په کومې کې چې پروتین تولیدیږي. که چېرې پروتین په مناسبه توګه کار ونکړي نو د ناروغیو لامل کیږي. یوازې یوه جین چې کله میوټېشن یا تغیر رامنځته شي نو د ناروغیو بېلګې یې (cystic fibrosis and sickle cell anemia) دي.

Leave a Comment