تعلیم ژوند بڼه

موږ هم ۵۰ کاله مخکې ستاسې په ډول فکر کاوه!

A female teacher with here students in the classroom
Avatar photo
Written by Noor Ahmad Aail

د دوکتورا يو محصل د زده کړو لپاره استراليا ته له خپلې کورنۍ سره تللی و ، هلته يې خپل کوچنی زوی د استراليا په يوه ښوونځي کې داخل کړ چې د‌ پرمختللې نړۍ تعليم پرې وکړي. په اوله ورځ يې چې زوی له ښوونځي څخه راغی پلار يې پوښتنه ځينې وکړه زويه! نن مو په ښوونځي کې څه شی ولوستل؟زوی يې وويل: نن معلمې د سګرېټ د خطرونو او ضررونو په اړه خبرې راته وکړې او ګډ بحث مو پرې وکړ، د کيسو له کتاب څخه يې يوه کيسه راته وویله او يوه کاردستي مو جوړه کړه. پلار يې ورته وويل ولې رياضي ،حساب او نور مو ونه ويل؟ زوی يې وويل: نه! دويمه ورځ يې چې بيا زوی له ښوونځي راغی پلار يې بيا هماغه پوښتنه ځينې تکرار کړه.

زوی يې ځواب ورکړ نن مو نيمه ورځ ورزش وکړ او دا مو زده کړل چې څه ډول په ځان باور له لاسه ورنه کړو؟ او په اخري سات کې مو په دې بحث وکړ چې که لوی او د کار وړ شو باید د خپل عايد يوه برخه دولت ته ورکړو چې د ښارونو او کليو په رغونه کې يې مصرف کړي.

څو ورځې مسلسل يې چې له زوی څخه د‌ ښوونځي پوښتنې کولې نو پلار يې اندېښمن شو ځکه داسې فکر يې کاوۀ چې زوی يې په اوونۍ کې بيخي کم وخت په رياضي ، فزيک، او نورو ضروري علومو په زده کړه تېروي او معلمان يې فروعات ورښيي.
دا چې پلار يې بيخي اندیښمن وو او په دې فکر کې وو چې زوی مې بې سواده نشي زوی ته يې وويل چې زويه! له دې وروسته د‌ دوشنبې په ورځ ښوونځي ته مه ځه ، په هغه ورځ به په کور کې زه رياضي او فزيک درښيم.

نو زوی به يې په دوشنبه ښوونځي ته نه تللو، په لومړۍ دوشنبه له ښوونځي څخه زنګ ورته راغی چې زوی مو ولې ښوونځي ته ندی راغلی؟ دوی ورته وويل چې ناروغ‌ دی. دويمه دوشنبه يې هم بهانه ورته وکړه ، وروسته له څو مسلسلو غیرحاضريو د ښوونځي مدير پرې مشکوک شو او پلار يې ښوونځي ته وروغوښت چې خبرې وروسره وکړي. پلار يې چې ښوونځي ته ورغی بيا يې ځان اخوادېخوا کاوه او ځان يې تير اېستۀ.

خو د ښوونځي مدير راټينګ کړبالاخره يې پلار رښتيا ورته وويل چې ولا فکر کوم که‌ دلته داسې زده کړې وکړي زوی به مې بيسواده شي او په دې تعجب کوم چې ولې د استراليا په ښوونځيو کې په رياضي او ساينس دومره فوکس نشته او هسې اخوادېخوا شيان هلکانو ته ورښيي چې د‌ ما په نظر ډېر ضروري نه دي. مدير يې د خبرو له اورېدو وروسته لږ چوپ شو او بيا يې ځواب ورکړ موږ هم ۵۰ کاله مخکې د تاسې په شان فکر کاوۀ د باسواده او تعليم يافته کيدو تعريف يوازې د رياضي ، فزيک او کيمیا لوستل نه دي بلکې د‌ټولنې د‌ مسايلو پر وړاندې د مسووليت احساس او د‌ګډ کار روحيه په ځان کې روزل او پيدا کول دي. د ژوند مهارتونه زده کول او په ټولنه کې له بيلابيلو خلکو او پرګنو سره ګډ او بې ضرره ژوند کول د يوې مدني ټولنې د هر وګړي لپاره لازم او اړين دي خو فزيک، کيميا او رياضي کيدای شي د يوې خاصې ډلې او ځينو کسانو لپاره په ژوند کې کارامد او دردبخور شی وي.

Leave a Comment