روغتیا

هلک او نجلۍ چې دا ګروپ وینه ولري، واده د سره نه کوي!

تاسو به ډېر داسې کسان لیدلي وي چې له واده وروسته یې ماشومان نه پاتې کېږي یا سمدستي مري او یا له څو محدودو کلونو وروسته.
روغتیا پالان وایي، ځیني داسې د وینې ګروپونو لرونکي دي، که خپلو کې سره واده وکړي نو ماشوم ته یې ګواښونه پیښیدلای شي.
د دوی په وینا ټوله خبره د وینې په ار ایچ کې ده یعنې که چېرته کوم نارینه +RH وینه ولري او د ښځې بیا د وینې ګروپ –RH وي نو د دوی دواړو واده کولو سره د دوی راتلونکي ماشوم ته ګواښ جوړیدلای شي.
کله چې دغه دوه ګروپونو لرونکي( نارینه مثبت او ښځینه منفي ار ایچ ) ولا کسان سره واده وکړي نو امیندواری پر مهال که چیرته د ماشوم د وینې ګروپ مورته ورته شي یعنې د وینې ګروپ یې ار ایچ منفي شي نو د ماشوم ژوند ته د خطر ګواښ له منځه ځي.
خو که چیرته د ماشوم د وینې ګروپ یې د مور د وینې ګروپ خلاف شي یعنې مثبت وي نو بیا د ماشوم ژوند له ګواښ سره مخ کېږي، ځکه چې د مور د بدن دفاعي سیستم د هغه پر وړاندې انټي باډي جوړوي او د ماشوم د وینې حجرې له منځه وړي چې دې کار سره ماشوم کې د وینې کمښت، عصابي ستونزې، د زړه ستونزې او ان د مرګ کواښ هم پیدا کېږي.
نو باید د امیندوارۍ پر مهال ماشوم د ډاکټرانو تر جدي تعقیب لاندې ونیول شي او د امیندوارۍ په اته ويشتمه 28 هفته کې باید چې د کومبز coombs test په نامه ټيسټ ترسره شي.