روغتیا ژوند بڼه

څنګه خپل وزن څنګه کم کړو؟ د وزن کمولو لپاره لپاره ۱۲ لارښوونې!

This is the Favicon or Site Icon of Zwak News which is official logo Zwak News in it.
Written by Zwak News

هيڅ کله سهارنۍ يا ناشته مه پريږئ

که تاسو پدې فکر ياستى چي د سهارنۍ پریښودل به تاسو سره د وزن کمولو کې مرسته وکړي، اصلاً په غلطه شوي ياست. ځکه که تاسو د سهارنۍ یا چائ ونڅکئ؛ شايد د بدن نودر مهم مغذي مواد له لاسه ورکړئ. چي پدې صورت کې به بيا د لوږې احساس کوئ او ممکن د ورځې په اوږدو کې لا ډېر وږي شى او ډیر څه نور وخورئ.

منظم خواړه وخورئ

د ورځې په اوږدو کې وخت په وخت خوراک کول ستاسو سره مرسته کوي چي د بدن کالورۍ مو زر وسيزي. او له بل پلوه د غوړ او خوږلات لروونکو شيانو چي د وجود وزن مو ډيروي د هغوي شوق مو هم کموي.

ډیره میوه او سبزیجات وخورئ

ميوه او سبزيجات په کمه اندازه غوړ او کالورۍ لري او په لوړکه فايبر لري. ميوو او سبزيجاتو همدا خاصيتونو لري چي د وزن په کومولو کې اغېزناک ثابتيږي. نومړي خواړه نور اړين ويټامينونه او مينرالونه هم لري.

کوښش وکړئ چي ډېر فعال ووسئ

فعال اوسيدل د وزن په کمولو کې رغنده رول لوبوي او د وزن زياتيدلو مخنوى کوي. تمرین کول د ډیری روغتیایی ګټو سره سره اضافي کیلورۍ په سوځولو کې هم مرسته کوي، هغه څه چي تاسو یې نشئ کولی یوازې د خوراک په کمولو يې وسيځئ. یو داسې فعالیت ومومئ چې تاسو يې په کولو ترې خوند واخلئ ستاسو په ورځيني ژوند کې يې په خپل سکيجول کې وليکئ.

ډیرې اوبه وڅښئ

ځينې وختونه خلک د لوږې او تندې په درک کولو کې سره ګډوډ شي. که کله تاسې په واقعيت سره تږي شوئ پداسې حال کې چي اوبو څښتلو ته شديده اړتيا ولرئ؛ نو په پدې صورت کې د اوبو څښل هم کالوريانې سوځوي.

هغه خوړه وخورئ چي فايبر لري

هغه خواړه چې ډیری فایبر لري کولی شي تاسو سره د موړوالي احساسولو کې مرسته وکړي، کوم چې د وزن کومولو لپاره مناسب خواړه دي. د فایبر لرونکي خواړه یوازې د بوټو په خواړو کې پيدا کيږي، لکه میوه او سبزیجات، غوزان ، سارا ډوډۍ، وریجې او پاستا، لوبیا، نخود او دال.

د خواړو د پاسه لیبلونه ولولئ

د خواړو په قوطيو يا ډبېيو د پاسه لیبلونو لوستل او ځان پري پوهول ستاسو د غوره صحي انتخابونو کې مرسته کوي. او د کالوريو په اړه لازم معلومات تر لاسه کړئ چي څومره کالورۍ لري او څومره ته ضرورت لرم يا نه.

د خوراک پر وخت کوچني پلیټونه وکاروئ

د خوراک پر وخت د کوچنيو پلیټونو کارول تاسو سره مرسته کولی شي چي کم خوراک وکړئ. د کوچنيو پلیټونو په کارولو سره به تاسو په کم خوراک اموخته شئ. د معدې لپاره شاوخوا ۲۰ دقیقې وخت نیسي ترڅو د خېټې موړيدو په اړه دماغو ته بشپړ خبر ورکړي، نو ورو ورو خوراک وکړي او مخکې له دې چې تاسو بشپړ موړيدلو احساس وکړئ خوراک بند کړئ.

په هيڅ ډول خواړو پابندي مه کوئ

د خپل وزن کمولو لپاره د خپل ځان څخه هيڅ ډول خواړه مه منع کوئ، په ځانګړي توګه هغه څه چې تاسو یې خوښوي. د خواړو منع کول به یوازې تاسو د لا زياتو خوړلو شوقيان کړي.

په خپل کور کې چټيي خواړه شيان مه ساتى

ددې لپاره چي نوموړي غذاوو سره مو ليوالتيا کمه شي، ياد شوي خواړه يا غذا مه خوري.
لکه چاکلیټونه، بسکټونه، ګازي او خواږه مشروبات. ښه به دا وي چي پرځای یې صحي او ويټامين لرونکي خواړه غوره کړئ. لکه میوه، سبزيجات، سوکړک، پاکې اوبه، او د میوو جوس او داسې نور.

په الکول يا شرابو سره اصلاً بايکټ

که څه هم موږ مسلمانان يو او شراب يا ورته نيشايي توکي په اسلام کې په کلکه منع دي، خو بيا هم ځيني په نوم مسلمان پدې عمل اخته دي. دا معلومه خبره ده چي هر هغه څه چي په سلام کې منع دي نو حتمي به څه نقصان لري.
شراب د بدن د وزن په زياتولو کې رغنده رول لري؛ د شرابو يوه پياله په زياته کچه کالورۍ لري او د شرابو زيات استمعال په وخت سره وزن لا زياتوي.

د خواړو او خوراک لپاره پلان جوړ کړئ

هڅه وکړئ د هرې اونۍ لپاره د خپل سهارنۍ، غرمنۍ ډوډۍ او خواړو لپاره پلان جوړ کړئ. بايد تاسو د هرې اونۍ د اړينو او مناسبو خواړو پیرود لیست جوړ کړئ، چي دا لار لا هم ګټوره تماميږي.

Leave a Comment