ټیکنالوژي

يوه آلماني د ۲۲۰ ميليونه ډالرو کوډ هير کړی

This is the Favicon or Site Icon of Zwak News which is official logo Zwak News in it.
Written by Zwak News

یوه الماني د خپلو ډیجیتالي پیسو بیت کوین ۲۲۰ ميلیونو ډالرو کوډ نمبر هیر کړی او اوس خپلو پیسو ته لاسرسی نه لري. هغه چي ۱۰ چانسه لري، ۸ یې کار کړي او فقط ۲ لا لري چي کوډ نمبر په یاد کړي. هغه اوس باید څه وکړي؟

د بیت کوین د کلي یا کوډ نمبر رمز ډیر پیچلی دی. هغه غټ او کوچني حروف، اعداد او مختلف علایم لري. د هغه په یاد ساتل اصلاً ممکنه نه ده. په کمپیوټر کي د هغه ساتل هم منطقي نه دی، ځکه امکان لري یو څوک یې پیدا کړي. خصوصاً د هغه چا له پاره چي پخپله د معلوماتي تکنالوژي په بخش کي کار کوي.

یوه دولتي الماني ټلویزوني چینل داسي رپوټ نشر کړی دی چي په ډیجیتالي فعالیتونو کي د یوه کوډ نمبر د هیریدو عواقب بیانوي. خو دلته خبره پر ډیرو پیسو باندي ده. یعني ۲۲۰ ميلیونه ډالره ډیجیتالي بیت کوین پیسو باندي.

دغه المانی چي شټیفان توماس نوم لري، پخپله هم د امریکا په سانفرانسیسکو کي د معلوماتي تکنالوژي په بخش کي کار کوي. هغه د خپل زحمت او کار ډیر عواید د بیت کوین په رانیولو کي مصرف کړي دي او د بیت کوین په لوړیدو سره ميلیونر سو. خو اوس خپلو پیسو ته لاسرسی نه لري.

هغه چي پخپله د معلوماتي تکنالوژۍ فعال او کار کوونکی دی، د کوډ نمبر د پیداکولو پخاطر مختلفي طریقې په نظر کي نیولي.

هغه د بیت کوین د حساب کوډ نمبر په یوه هارد ډسک کي ثبت کړی وو چي هغه ته ورننوتل بیا هم یو بل مغلق کوډ نمبر غواړي. تر اوسه پوري ۸ واره غلط ورننوتلی دی او فقط دوه چانسونه لا نور لري. هارد ډسک تر ۱۰ واره خراب کوډ ورکولو وروسته خرابیږي او کار نه ورکوي.

شټیفان توماس ډیري شپې پر خپل مغز فشار راوړی، تر څو د هارد ډسک کود نمبر یې پیاد سي. خو دهغه ۸ واري کوښښ نتیجه نه ده ورکړې. د هغه د هارد ډسک تولیدونکي شرکت هم ویلي دي چي مرسته نه سي ورسره کولای.

توماس وايي چي اوس بله چاره نه لري، بې له دې چي هارد ډسک په یوه مطمئین ځای کي وساتي، په دې امید چي که یوه ورځ یو څوک له ده سره د کوډ نمبر په پیدا کولو کي مرسته وکړي او د خپل بیت کوین حساب خلاص کړي.

نوموړي الماني تلویزوني چینل دا هم ویلي دي چي په جهاني بازارونو کي د بیت کوین د پیسو ارزښت ۱۱۵ ميلیارده یورو اټکل کیږي. شاید هم ددغه ارزښت یوه برخه هغه پیسې وي چي مالکانو یې کوډ نمبرونه هیر کړي وي.

Leave a Comment