ټیکنالوژي

د کمپیوټر په لنډو ټکو کې پژندنه او تعریف یې

What is Computer
This is the Favicon or Site Icon of Zwak News which is official logo Zwak News in it.
Written by Zwak News

د کمپيوټر تعريف

د کمپيوټر نوم((Computer))د ((Compute)) يعنې شميرلو له ويې (کلمې)څخه اخيستل شوې او له همدې امله کمپيوټر د شميرونکي په نامه ياديږي.
که چېرې د کمپيوټر پيښليک ته پاملرنه وشي نو په لمړيو کې کمپيوټر د شمير د مسايلو د سرته رسولوو لپاره په کار وړل کېده او له همدې کبله د کمپيوټر يا شميرونکي په نامه نومول شوی دی.
مګر له شک پرته د نن ورځې کمپيوټرونه د شمير پر مسايلو برسيره په نورو بيلا بيلو برخو کې ،او نژدې د ژوند په ټولو برخو کې د ګټې اخيستو وړ ګرځيدلي او هغه په لاندې ډول تعريفولای شو:
کمپيوټر يو اليکترونيکي ماشين دی چې لمړني ورکړل شوي معلوم ات
( (Data تر کار ((Process لاندې نيسي د مخکېنيو ورکړل شوو پروګرامونو پر بنسټ لمړني معلومات تحليل او تجزيه کوي او په ډير دقت او چټکتيا سره غوښتل شوي پايلې ساتي او يا هغه ښيې.

پورتنی تعريف د کمپيوټر په اړه لاندې ټکي څرګندوي:

1:کمپيوټر يو اليکترونيکي ماشين دی.
2:کمپيوټر هر ډول لومړني معلومات چې رقمي ((Digital اطلاعاتو ته د بدلون وړتيا ولري هغه پراسس او مني.
3:کمپيوټر هغه ماشين دی کوم چې د پروګرام کولو وړتيا لري.
4:کمپيوټر هغه ماشين دی چې د پروګرام کولو وړتيا لري.
5:کمپيوټر هغه منطقي ماشين دی کوم چې د لومړنيو معلوماتو دتحليل او تجزيې وړتيا لري.
5:کمپيوټر په ډير دقت او چټکتيا سره مسايل حلوي.
6:کمپيوټر د ساتنځي(حافظې)لرونکی دی.
7:كه چېري په ورکړل شوي پروګرام او يا لمړنيو ورکړل شوو معلومات
( (Data)) کې کومه غلطي يا اشتباه نه وي نو کمپيوټر ح سابي او منطقي مسايل پرته له کومې غلطۍ او اشتباه حلوي.يا په بل ډول ،کمپيوټر مسايل د پروګرام او لمړنيو ورکړل شوو معلوماتو ((Data)) پر بنسټ حلوي.

Leave a Comment