ټیکنالوژي

افغانستان اراده لري چې د پابجي لوبه وتړي

816720
This is the Favicon or Site Icon of Zwak News which is official logo Zwak News in it.
Written by Zwak News

د افغانستان حکومت ویلي چې دوی به ډیر ژر د آنلاین پابجي لوبې مخه ونیسي. د ټولې نړۍ په کچه پابجي لوبه 600 میلیونه کاروونکي لري چې افغانستان کې هم یو له خورا مشهور آنلاین لوبو څخه ده. پدې راپور کې به تاسو به وګورئ چې ولې د حج او اوقافو وزارت دغه لوبه “د اسلامي شریعت خلاف” ګڼې.

اترا ادارې په افغانستان کې د پابجي ګېم د بندولو پرېکړه وکړه

د يادې ادارې لخوا په يوې خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي: «د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې (اترا) بورډ د ولسي جرګې د مواصلاتو او مخابراتو کمیسیون په شمول له مختلفو مراجعو څخه د پابجي ګېم اړوند شکایتونو د رارسیدو په تعقیب له يوې جامع ارزونې وروسته د لیندۍ میاشتې د ۲۶مې نیټې جلسه کې په افغانستان کې پابجي (PubG) انټرنېټي لوبې د بندولو پرېکړه وکړه».

Leave a Comment