ټیکنالوژي

د ځیرکو موبایلونو زیات کارول مو د یاداښت قوه زيانمنوي

Over Usage of Smart of Can be Dangrouse
This is the Favicon or Site Icon of Zwak News which is official logo Zwak News in it.
Written by Zwak News

سويس کې يوې نوي طبي څېړنې ښودلې، چې د ځیرکو موبایلونو ډېر استعمال او کارول د تنکيو ځوانانو او ماشومانو په یاداښت قوه زيات منفي اغېز کوي او د دوی د ذهني وړتیاوو د له منځه وړلو سبب کيږي.
د سویس یو طبي انسټیټوت د خپلې نوي څېړنې په اساس وايي، چې د ځيرک موبایل وړانګو او فریکوینسيو ته تر یو کال او یاهم زیات وخت په تېرولو سره د انسان ذهن سخت اغېزمن کیږي، چې په پايله کې يې د یاداښت کمزورتیا رامنځ ته کیږي.

د ځيرکو موبایلونو او ټکنالوژيکي توکو زيات استعمال او کارول د حافظې چوکاټ «Figural Memory» زيانمنوي، چې د دماغ په راسته طرف کې ځای لري. يادي څیړنې ښودلې، هغه کسان چې ځیرک موبایل راسته غوږ ته نږدې نیسي، هغوی له دغو راوتونکو فريکوينسيو څخه زیات اغېزمن کیږي. د څېړونکو د څېړنې په اساس، چې پيغام لېږل، ګیم کول او انټرنیټ کې لټون کول که څه هم په عادي ډول پر ذهن اغېز کوي، خود یاداښت قوې ته زیان نه اړوي.
دغه څیړنه له ۱۲ کلنۍ څخه تر ۱۷ کلنۍ پوري پر ۷۰۰ کسانو ترسره شوه، چې پکې د راډیويي وړانګو او د انسان دماغو او یاداښت ترمنځ د ارتباط پلټنه وشوه.

د څېړنې پایلې وښودل، چې راډیويي وړانګې ددوی پر دماغونو او یاداښتي قوو ښکاره اغېز کوي، خو دا نه شوه معلومه، چې د وړانګو اغېز پر دماغ ولې او د څه له امله کیږي، د څېړونکو په خبره، چې ددې پلټنه اوږدې مودې ته اړتيا لري.
دا په داسې حال کې ده، چې له دې مخکې هم یوې څیړنې ښودلې وه، چې د ځیرکو موبایلونو ډېر استعمال په ځوانانو کې د تنګېدو، ژور خپګان او ځانوژنې عادات منځ ته راوړي.
بواسع ویب
عزت الله ذکي

Leave a Comment