افغانستان خبرونه سیمه ایز خبرونه

طالبانو پنجشیر محاصره کړی!

ZabihUllah Mujahid - Taliban's Spokeman
This is the Favicon or Site Icon of Zwak News which is official logo Zwak News in it.
Written by Zwak News

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي دي چې د پنجشیر ولایت د دوی د ځواکونو په په بشپړ ډول محاصره کړی دی، خو دوی هڅه کوي چې ستونزه د خبرو له لارې حل شي.

پنجشیر د افغانستان يوازینی ولایت دی چې طالبان ورباندې تسلط نه لري. ويل کیږي چې د تير حکومت یو شمیر چارواکي هم په دغه ولایت کې اوسیږي. په وروستیو ورځو کې داسې رپوټونه ورکړل شول چې په پنجشیر کې د طالبانو د مخالفانو له خوا د مقاومت جبهه اعلان شوې.

د بلخ پخواني والي عطا محمد نور په یوه ويډیو کې چې پر خپلې فیسبوک پاڼې يې خپره کړې، ويلي دي چې «طالبان باید ټول شموله حکومت جوړ کړي، پرته له هغې زموږ مقاومت ادامه لري.

د جمعې په ورځ د محمد اشرف غني د حکومت د دفاع وزیر بسم الله محمدي ادعا وکړه چې په بغلان ولایت کې ولسي پاڅون کوونکو درې ولسوالۍ، بنو، پل حصار او ده صلاح له طالبانو بیرته نیولي دي. خو مجاهد په خپل ننۍ ټويټ کې ويلي دي چې دغه ولسوالۍ په بشپړه توګه له «دښمن څخه تصفيه شوې.»

هغه زیاته کړې ده چې «دښمن په پنجشیر کې محاصره دی،» خو دوی هڅه کوي تر څو ستونزه د خبرو له لارې حل شي.

Leave a Comment