افغانستان

کابل کې زورورې چاودنې شوي دي!

This is the Favicon or Site Icon of Zwak News which is official logo Zwak News in it.
Written by Zwak News

څو شېبې وړاندې د کابل ښار د وزیر اکبر خان روغتون ته څېرمه دوه پرله پسې چاودنې وشوې. يوې سرچينې چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي، پژواک ته وويل چې له چاودنې وروسته په سيمه کې د ډزو غږونه اورېدل شوي دي. د کابل ایمرجنسي روغتون وايي، د پېښې له ځایه روغتون ته ۹ ټپیان ور وړل شوي دي.

ويل کیږي چي د یادو غبرګو چاودنو موخه نظامی رغتون و. ځینو سرچینو ویلي چي د ۴۰۰ بستریز روغتون ته څېرمه له دوو چاودنو وروسته درنه جګړه روانه ده. خو تازه: په سیمه کې د ا-ا-ا یوه سرتېری وویل چې دا مهال کومه نښته نه ده شوې او سیمه د یادو د ځواکونو تر کنټرول لاندې ده. نوموړی مرګ ژوبله تاییدوي خو جزیات یې نه دي ورکړي.

عیني شاهدانو ویلي، له چاودنې وروسته بریدګر د روغتون ودانۍ ته ننوتل او د ډزو غږونه واورېدل شول. د راپورونو له مخې، یوه بریدګر د دروازې مخې ته ځان چولی او نورو ته یې مخه خلاصه کړې ده. د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي ویلي، چې لومړۍ چاودنه د روغتون مخې ته او دوه یمه هغه د روغتون په څنګ کې رامنځته شوې ده.

په همدې حال کې ځینې نا تایید شوي راپورونه وایي چې په یاده پېښه کې تر اوسه پورې ۱۵ کسان وژل شوي او ۳۴ نور ټپيان دي.

تر اوسه کومې ډلې د دغه برید مسوولیت ندی منلی. دا درېیم ځل دی، چې دغه مرکز په نښه کیږي.

Leave a Comment