ټیکنالوژي

فیسبوک یا مخپاڼه

فیسبوک د امریکا کمپنۍ ده او انلاین خدمات وړاندې کوي. په ۲۰۰۴ کې مارک زوکر برګ، اډوارډو ساورېن، ډوسټین ماسکویټز او کرېس هویز تاسیس کړې. یاد څلوار واړه کسان د هارډورډ پوهنتون محصلین وو.

. په ۲۰۱۲ کال کې د نړۍ پراخه کارېدونکې ټولنیزه شبکه شوه او تقریبا تر یو بیلیون یې زیات کارونکي لرل په دې کې نیمو هره ورځ فیسبوک کاروه. د کمپنۍ مرکزي دفتر د کلیفورنیا په مېنلو پارک (Menlo Park, California) کې ده.

 فیسبوک ته لاسرسی وړیا ده او شرکت ټولې پیسې یوازې په فیسبوک کې له اعلاناتو ګټي. نوي کارونکي یې کولای شي فیسبوک پروفایل جوړ کړي، انځورونه فیسبوک ته پورته کړي، له مخکې د جوړ شوي ګروپ غړي شي او یا خپله نوی ګروپ او یا هم فیسبوک پاڼه وړیا جوړه کړي.

فیسبوک پاڼه زیات اجزاء لري لکه ټایم لاین چېرې چې یو کارونکی خپل پوسټونه او انځورونه خپروي د کارونکي ملګري پرې خپل پوسټونه کولای شي او یا هم پیغام ورته لیږلای شي. ټایم لاین داسې برخه ده چې کارونکی په فیسبوک کې پرې د خپل موجودیت ځای ځانګړی کوي. دوېم جز یې نیو فیډ ده په انګرېزۍ کې فیډ تغذیه کولو ته وایي خو دوېمه مانا یې هغه اله ده د کوم په ذریعه چې توکي ماشین ته لیږدول کیږي.

په نیو فیډ د کارونکي ټول ملګري د کارونکی په پروفایل کې بدلون او پوسټونه ویني. کارونکي کولای شي یو بل سره چټ وکړي او یو بل ته په شخصي پاڼه کې پیغام ولیږي. د فیسبوک لایک تکمه ډېرې نورې ویبپاڼې او ټولنیزې شبکې هم لري. د تاسیس له وخته تر اوسه پورې د فیسبوک له ګډو تاسیس کوونکو مارک زوکر برګ هڅه کړې چې کارونکي باید راڼه واوسي او د هغو خلکو مخه ونیسي کوم چې مستعار نومونه کاروي. کمپنۍ په دې بحث کړی چې مستعار نوم نه کارول د شخصي اړیکې جوړولو لپاره، نظریاتو او مالوماتو شریکولو لپاره اړین دي او د دې تر څنګ به خلک وکړای شي په دې شبکه کې ټولنې رامنځته کړي کومې چې مستعار نومونه نلري رڼې او ریښتونې وي.

همداسې سوداګریز شرکتونو کولای شي خپل تولید سره د فیسبوک کارونکي اشنا کړي. د فیسبوک د کمپنۍ پخوانۍ مخینه (تاریخچه) ډېرې پېچلې ده. پیل یې په ۲۰۰۳ کې په هارډورډ پوهنتون کې شوی.

لمړی نوم فېس مش (Facemash) وو کوم چې د محصیلینو لپاره په لیکه پاڼه وه تر څو د خپلو ټولګیوالو ملګرو د جذابیت په اړه قضاوت وکړي. لمړي تاسیس کوونکي مارک زوکر برګ د دې پاڼې جوړولو د مالوماتو په سرچینو کې د پوهنتون له پالیسۍ سرغړونه کړې وه او دوه ورځې وروسته پوهنتون فیس مش پاڼه بنده کړه. په دې پاڼه کې ۴۵۰ کسان وو کومو چې ۲۲۰۰۰ ځلې رایه ورکړې وه او همدا لامل شو چې مارک زوکر برګ بیا ځلې له اډوارډو ساورېن، ډوسټین ماسکویټز او کرېس هویز سره په ګډه د ۲۰۰۴ کال په جنورۍ کې په همدې ادرس بله پاڼه جوړه کړي.

کله چې دې ټیم پاڼې جوړولو کې بریا ترلاسه کړه نو مارک زوکر برګ د پاڼې ادرس (http://www.thefacebook.com) راجستر کړ. د ۲۰۰۴ کال په فېبرورۍ کې یې راجستر شوی ادرس خپور کړ په کوم کې چې د پوهنتون محصیلینو کولای شول خپل انځورونه او د خپل ځان په اړه شخصي مالومات پوسټ کړي. شخصي مالومات لکه د کلپونو په اړه او د کلاس د مهال وېش په اړه مالومات وو. له دې سره ویبپاڼه وپېژندل شوه او ډېر ژر د نورو نامتو پوهنتونونو محصیلینو لکه د یل پوهنتون او سټنفورډ پوهنتون محصیلینو ته یې د کارونې اجازه ورکړل شوه. د ۲۰۰۴ د جون تر میاشتې پورې د ۳۴ پوهنتونونو تر ۲۵۰۰۰۰ زیات محصیلین د پاڼې غړي شوي وو.

په همدې کال کې لویو شرکتونو لکه د ماسټرکارډ او کرېډېټ کارډ شرکتونو فیسبوک د اعلاناتو لپاره وکاروه او د اعلاناتو بدل کې یې ویبپاڼې ته پیسې ورکړې. د ۲۰۰۴ کال په سپټمبر کې فیسبوک د کارونکو لپاره د پروفایل دیوالونه جوړ کړل کوم چې کارونکو ته اجازه ورکړه چې خپل مالومات پوسټ کړي او همدې چارې نور خلک هم د فیسبوک پاڼې جوړولو ته وهڅول او د ۲۰۰۴ کال تر پایه د فیسبوک تر یو میلیون زیات فعال کارونکي لرل. په ۲۰۰۵ کال کې د ټګ یا د انځور سره د نورو د نښلونې اپشن زیات کړ په دې اپشن کې خلکو کولای شوی په یوه انځور کې خپل ځان او نور د نوم له لارې په نښه کړي او انځور یې هم د فیسبوک نور ملګري ولیدای شي.

همداسې یې خلکو ته اجازه ورکړه چې بې شمېره انځورونه پاڼې ته پورته کړي. په ۲۰۰۵ کال کې له متحده ایالتونو بهر هم د ښوونځیو او پوهنتونون محصیلینو ته اجازه ورکړل شوه چې فیسبوک پاڼه کې غړیتوب تر لاسه کړي او د کال تر پایه پورې یې میاشتني پنځه میلیونه فعال کارونکي لرل. 

په ۲۰۰۶ کال کې فیسبوک کې هر هغه کس چې عمر یې له ۱۳ کالو زیات وي اجازه لرله چې د فیسبوک غړیتوب ولري. په دې وخت کې مارک زوکر برګ هڅه وکړه چې د خلکو او سوداګرو لپاره د اړیکې جوړولو په پاڼې یې بدل کړي په بله مانا سوداګر وتوانیږي خلک له خپل تولید سره اشنا کړي.

په لمړي ځل تقریبا ۱۴۰۰۰ کسانو پاڼه د اعلاناتو لپاره وکاروله. تر دې مخکې د سوداګرو او پېرودونکو تر منځ په دومره لویه کچه نیغه اړیکه نا ممکنه وه او بلاخره ډېرو شرکتونو فیسبوک پاڼه کې اعلاناتو ته زړه ښه کړ.

 شخصي حریم فیسبوک ته تر اوسه پورې یوه ستونزمنه چاره ده؛ کله چې په ۲۰۰۶ کې فیسبوک نیو فیډ جوړ کړ دا ستونزه هم ورسره رامنځته شوه. په نیو فیډ کې هر هغه بدلون به د کارونکي ملګرو ته ښکارېده کوم به یې چې په خپل پروفایل کې رامنځته کړی وو.

کله چې کارونکو په دې اړه خپل غږ پورته کړ نو فیسبوک سم د لاسه د شخصي حریم یا پرایوسي کنټرول رامنځته کړ په کوم کې چې کارونکي په نیو فیډ کې د یوه بدلون د ښکاره کېدو او نه ښکاره کېدو خوښه لري. په ۲۰۰۷ کال کې فیسبوک د (Beacon) په نامه اپشن زیات کړ په کوم کې چې د کارونکو نورو ملګرو کتلای شو چې ملګری یې کوم ډول سوداګریز تولیدونه کاروي خو دا ډېر ژر ناکام شو او خلکو شخصي حریم ته د فیسبوک لاس اوږدونه وګڼله.

د شخصي حریم په اپشن کې په دوامداره توګه بدلون ډېر خلک شکایت کولو ته اړ کړي. په ۲۰۰۸ کې کله چې ټویټر سره هم خلک اشنا شول فیسبوک رقابتي یا د سیالۍ شکل اختیار کړ. په ۲۰۰۸ کال کې کله چې د امریکا ولسمشریز انتخابات کېدل نو دې انتخاباتو فیسبوک په سیاسي ابزارو بدل کړ.

په دې انتخاباتو کې تقریبا ۱۰۰۰ داسې سیاسي ګروپونه جوړ شول چې نیمو د باراک اوباما او نیمو د جان مکېن ملاتړ کوه.

په وینزوېلا کې فیسبوک د لاریون رامنځته کولو لپاره وکارېده. همداسې په مصر کې فعالانو فیسبوک د حسن مبارک پر ضد وکاروله کوم چې د مبارک د رژیم په نسکورېدو پای ته ورسېده.

همداسې په افغانستان کې ټالیبانو او ټالیب ډوله خلکو د انجونو په نامه اکونټونه جوړ کړل او د انجونو د پرمختګ مخه یې ونیوله چې دوي کې ډېرو د خپلې خېټې خبرې د ایت او حدیث په نامه خپرې کړي او خلکو کې یې د جزا په نامه اروایي وېره خپره کړې.

ځینو بیا جنت ته د تلو لپاره پوسټونو او پیغامونو کې دعاګانې تر یو بل ورسولې. ډېر افغانان په دې اند دي که چېرې دې امریکایي انټرنیټ او فیسبوک کې دعاګانې او درودونه په پیغامونو کې تر یوبل ورسوي ثواب یې زیاتیږي او جنت ته ځي. فیسبوک په ۲۰۰۶ کې هڅه وکړه چې د سافټوېر جوړونې نورې ډلې وهڅوي تر څو د فیسبوک له لارې خلک د دوي سافټوېر وکاروي او د دې لپاره یې (application programming interface API) خپره کړه. تر ۲۰۰۹ کال پورې د فیسبوک جوړونکو عاید ۵۰۰ میلیونه ډالرو ته ورسېده.

همداسې له هغو کمپنیو هم پیسې ترلاسه کوي کوم چې د فیسبوک له لارې خپل سافټوېر تر خلکو رسوي په دې کې یوه د ګیم سافټوېر جوړونې (Zynga Inc) ده او د فیسبوک ۱۲% عاید له همدې شرکت څخه ترلاسه کېدونکې پیسې دي. په ۲۰۲۱م کال مارک زوکر برګ 94.4 بیلیونه ډالر شتمنۍ لري.

Leave a Comment