ټیکنالوژي

راډار کېمره څه شى ده، او څه ډول کار کوي؟

This is the Favicon or Site Icon of Zwak News which is official logo Zwak News in it.
Written by Zwak News

پرمختللي هېوادونو کې د ډېرو سړکونو څنګ ته لوړې کمری لګیدلي وي دغه سیستم د ښار ترافیک کنټرولوي. په هر ځای او هره لاره کې د موټرو لپاره د سرعت اندازه مالومه وي که له اندازې لږ هم تېز شوې له یو ځایه به درته ترافیک راپېدا شي او جرمانه به دي کړي. موټروان له ځانه نه وي خبر او حکومت بیا له لرې د سرعت اندازه مالومه کړې وي

په کرکټ کې د بالر له ګوتو لا بال وتلی نه وي چې د تلویزون د پردې پر مخ یې د بال سرعت لیکلی وي! بېټسمېن شپیږيزه ووهي او دوی سمدستي بیا متر کړې وي یا هم څنګه چي دوی ژر د شاټ د زاويې اندازه اخلي

دا چې څنګه دوي دومره چټک دي؟
دا د یادې کمرې کمال دی. دا کمره د متحرک څيز سرعت، زاویه، له یو ټکي تر تل بل ټکي پورې د فاصلې، … مالومولو لپاره کارول کیږي

په اخېر کې یادونه ده چې رادار یوه ټکنالوجي ده چې د راډیويي څپو په مرسته په اړونده حالت کې ټاکل شوې اندازه وښايي نو باېد په ډاګه وي چې دا نوم یواځې تر کمرې نه دی محدود، هر هغه ماشین چې دا ټکنالوجي کاروي د رادار نوم به ورسره پیوند وي

Leave a Comment