افغانستان بیا رغونه خبرونه

د طالبانو په نوي حکومت کې ۴ مهم شخصیتونه

Key People of Taliban Goverment
This is the Favicon or Site Icon of Zwak News which is official logo Zwak News in it.
Written by Zwak News

سپتمبر 3 (ځواک نیوز) – د رویټرز خبري اژانس له مخې د طا لبانو شریک بنسټګر ملا عبدالغني برادر به په افغانستان کې د نوي حکومت مشر وټاکل شي،د طا لبانو ځانګړو سرچینو ویلي، لکه څنګه چې د اسلامي امارت ځواکونو شل کلنه جګړه وګټله؛ اوس ددې وخت دي چي دوي خپل مشرتابه وټاکې او د نوي حکومت په جوړولو بوخت دي.

د سرچينو په وینا دلته ځينې مهم شخصیتونه شتون لري چي، ګواکې دوي به په مهم پوستونو کار وکړي. که څه هم دا خبر د دوي لخوا په رسمي توګه علان شوی ندی، خو داسې ښکارې چي یاد چاره به وشي.

هبت الله اخندزاده

د طا لبانو یوې سرچینې وویلي، چي د طا لبانو لوړپوړی مشر ملا هیب الله اخندزاده اوس مهال خپلو لارویانو ته په اسلامي چوکاټ برابر د حکومت په جوړولو سلا مشوارو او لارښونو بوخت دی. اخوندزاده، تر یوې کچې حقوقي عالم هم دی نومړی د مخکیني مشر ملا اختر منصور ورور دی.

عبدالغني برادر

برادر یو وخت د طالبانو د اصلي مشر ملا محمد عمر نږدې ملګری و، چا چې ورته خپل نوم “برادر” یا “ورور” لقب وړکړ. کله چې په وروستي ځل طالبان په افغانستان واکمن و، نومړي د دفاع د مرستیال وزیر په توګه دنده ترسره کوله.

نومړی په ۲۰۱۰ کال کې په پاکستان کې ونیول شو او زنداني شو. په ۲۰۱۸ کې له خوشې کیدو وروسته، هغه په ​​دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشري وکړه، چې له متحده ایالاتو سره د سولې په خبرو کې یو له مهمو شخصیتونو څخه شو.

شیر محمد عباس ستانکزی

نومړی په دوحه کې د عبدلغني برادر مرستیال و، دی په هندوستان کې له نظامي زده کړو په کال ۱۹۸۲ کې فارغ شوی
و. د ټولګیوالو په خبره، دی له هغه وخت اسلام فطرته معلوميده.

ملا محمد یعقوب

نومړی د د طالبانو د بنسټ ایښودونکي ملا عمر زوی دی، په ۲۰۱۵ کې د خپل پلار له مړینې وروسته ځاي ناستي پر سر د نورو سره خلاف شو، او هغه د شورا له غونډې ووت چې ملا اختر منصور یې د مشر په توګه وټاکه، خو بالاخره پخلا شو او د منصور له مړینه وروسته د اخندزاده مرستیال وټاکل شو.

Leave a Comment