خبرونه سوله

د طالبانو اوربند اعلامیه!

This is the Favicon or Site Icon of Zwak News which is official logo Zwak News in it.
Written by Zwak News

طالبانو د اوربند سره سره خپلو جنګیالیو ته لارښوونې کړي او اعلامیه يې خپاره کړي ده.
د دوي په اعلامیه کې راغلي چي: “د اختر په دریو ورځو کې د اوربند په اړه مجاهدینو ته د اسلامي امارت د مشرتابه هدایاتداچې سږ کال بیاهم د کوچنی اختر په شپو ورځو کي مجاهدین هیواد والو ته د امن او ډاډ فضاء برابره کړي او هیوادوال مو په آرام او ډاډ سره اختر ولمانځي، د اسلامي امارت ټولو مجاهدینو ته هدایت کیږي چې د کوچني اختر له لومړۍ ورځي څخه تر دریمې ورځې پورې په ټول هیواد کې د دښمن په وړاندې هرډول تعرضي عملیات ودروي.

او که په یادو دریو ورځو کې د دښمن لخوا پرتاسو کوم تعرض او برید وشو، له خپلو ځانونو او سیمو څخه په کلکه ساتنه او دفاع وکړئ.مجاهدین دي د دښمن سیمو ته نه ورځي او د دښمن اړوندو افرادو ته دي هم اجازه نه ورکوي چې د مجاهدینو سیمو ته راشي.
“د افغانستان اسلامي امارت۲۷/۹/۱۴۴۲هـ ق۱۹/۲/۱۴۰۰هـ ش ــ 2021/5/9م

Leave a Comment