جنسي لارښود

بکارت څه ته وايي؟

What is Verginity بکارت څه ته وايي
This is the Favicon or Site Icon of Zwak News which is official logo Zwak News in it.
Written by Zwak News

کله چې يو چا هیڅکله هم جنسي اړیکه نه وي نیولي نو دغه حالت ته بکارت وايي. په نارینه وو کې بکارت ښايي په کټ کې د لومړي ځل جنسي اړيکې پر مهال د هغه د چلند د ځینو نښو څخه څرګند شي. د بېلګې په توګه، هغه چا چې هیڅکله له مخکې جنسي اړیکه نه وي نیولي په لومړي ځل د جنسي اړيکې نیولو پر وخت بې خبره، وارخطا، او رنګ الوتې ښکاري. همدا شان دی ممکن ډېر ژر انزال شي.

خو د ښځې بکارت یا پېغلتوب د نورو نښو تر څنګ ډېری وخت د بکارت د پردې څخه څرګندیدلی شي.

د بکارت پرده په ځانګړي ډول يو جال دی چې د ویجنا په خوله کې وي او د جنین په بشپړېدلو سره رامنځ ته کېږي، خو ځينې نجونې دا پرده نه لري. بکارت پرده مختلف ډولونه لري، يوې ته ارتجاعي وايي، بل ډول يي کړه ييزه ده چې لږ په سختۍ له منځه ځي. ځينې نجونه په طبيعي ډول بکارت پرده نه لري، شونې ده چې د ورځنیو چارو لکه سیکل سپرلۍ، ټوپ وهلو، جمناسټيک او نورو چارو له امله هم د وخت په تېرېدلو سره د نجونو دا پردې وشلېږي.

هیڅ داسې ازموینه نشته چې وښيي يوې نجلۍ په طبيعي ډول د بکارت پرده درلوده که نه.

د بکارت پردې شلېدل ډېر لږ درد او ځينې وخت وینه لري.

ممکن اول ځل نږدې کېدلو سره لږه وينه بهېدل وي، هغه هم د پردې د کش کېدلو او لږ پرې کېدلو له امله راځي.

ځينې نجونه دا وينه لري او ځينې نه. دا وینه ډېره زیاته او چټکه نه وي. يواځې څو څاڅکي وي.

په لومړي ځل جنسي اړیکه نیول

په لومړي ځل جنسي اړیکه د ډېرې خوښۍ او یو څه اندېښنه څخه ډکه وي. خو که تاسو دغه لاندې ګامونه واخلئ نو کېدای شي ستاسې تجربه ښه تېره شي.

  1. د واده په لومړۍ شپه هیڅکله جنسي اړیکه مه لرئ دا ځکه چې تاسو او ناوې د واده د اوږدو مراسمو او رواجونو له لاسه تر ډېر روانې فشار او بدنې ستومانۍ لاندې یاست. پوهېږو چې تاسو به ښايي د مور او پلار یا د کورنۍ د کوم بل نږدې غړي لخوا اړ ایستل شئ چې ژر دغه کار ترسره کړئ، تر څو دوی هغه سپين ټوکر په وینو سور وویني. خو که تاسو دواړه چمتو نه یاست هیڅکله د چا فشار ته غاړه مه ږدئ.
  2. كله چې تاسو چمتو یاست، نوکوښښ وکړئ چې لومړی د یو بل سره وړې خبرې پیل کړئ تر څو د یو بل د حاله ښه خبر او یو بل ښه وپېژنئ.
  3. د ۱۵ څخه تر ۱۷ دقیقو لپاره د جنسي اړيکې د چمتووالي کړنې چې پورته یادې شوي ترسره کړئ.
  4. چمتو اوسئ دا ځکه چې کېدای شي ستاسې د لومړي ځل جنسي اړیکه دومره بې تكليفه نه وي لکه څنګه چې تمه لرئ.
  5. په ځينو ټولنو کې خلک په دې باور دي چې ښځه د لومړي ځل جنسي اړيکې لرلو څخه نه امېندوارہ کېږي، دا دروغ دي. که تاسو چمتو نه یاست چې ماشوم ولرئ، نو کوښښ وکړئ چې د زیږون د کنترول د طريقو څخه يوه وکاروئ.
  6. د جنسي اړيکې لپاره د ځانګړي غوړو چې لوب ورته وايي ډېر کار واخلئ. غوړي مهبل یا کانډم لندوي او ښوی کوي يې. دوی د کانډم د ماتېدلو څخه په ساتلو کې مرسته کوي او کولی شي چې جنسي اړیکه خوندي او ډېره د خوښۍ وړ وګرځوي. د عطرو او کیمیاوي توکو لرونکو غوړو لکه نیوا یا بوی لرونکې واسلینو، د پخلي غوړي، د ماشوم غوړ، معدني تېل، د پوستکي ملهم څخه کار مه اخلئ.
  7. هیڅ تلوار مه کوی، په ډېره کراره او نرمۍ سره يو د بل سره نږدې شئ.

سرچینه: سریع ویب

Leave a Comment