جنسي لارښود

جنسي اړیکو ټینګول ستاسو پر بدن کومې مهم اغېزې لري؟

benefits of sex د کواري اغېزې
This is the Favicon or Site Icon of Zwak News which is official logo Zwak News in it.
Written by Zwak News

يو مهم ټکى:

په دې مقاله کې د جنسي اړيکې مانا داده چې دوه د ژوند ملګري له يو بل سره پرته له کوم ذهني فشار ، سټرس او ډار څخه حلاله جنسي اړيکه تينګه کړي او دوي دواړه له مقاربتي ناروغيو څخه بېخي پاک وي.

جنسي اړيکه ټينګول لاندې اغېزې د انسان په بدن باندې پرې باسي:

١. د بويولو د حس ښه والى: د جنسي اړيکې له ټينګېدو وروسته د پرولاکټين د هورمونه ترشح زياتېږي. ددې هورمون له امله د مغزو بنسټيزې حجرې نوي نيورونونه د مغزو د بويولو په مرکز کې منځته راوړي. ( ښځې چې کله خپلو ماشومانو ته شيدې ورکوي نو په هغه وخت کې هم د بويولو حس يې ښه والى مومي.)

٢. د زړه د ناروغيو د خطر کمېدل: هغه نارينه چې په اونۍ کې له درې ځلي نه زيات جنسي اړيکې تينګوي نو په هغوي کې د زړه د ناروغيو خطر نيم په نيمه را کمېږي. او پټه دې نه وي پاتې چې جنسي اړيکې ټينګول په وينې کې د بدو کلسټرولو کچه هم را ټيټوي.

٣. د وزن کمېدل او د غړو تناسب ساتل: جنسي اړيکې ټينګول يو بدني فعاليت دى. يو ځل جنسي اړيکه ټينګول ٢٠٠ کالوري انرژي په مصرف رسوي يا په بله مانا يو ځل جنسي اړيکه ټينګول د ١٥ دقيقو منډې سره برابره ده. جنسي اړيکه ټينګول د انسان د زړه ضربان زياتوي ياني له ٧٠ ځلي څخه يې ١٥٠ ځلي ته بيايي. د جنسي اړيکې پر وخت چې عضلات له کومو انقباضاتو سره مخامخ کېږي د هغو په پايله کې د خاصرې لګن ، ورنونه ، کوناټي ، مټې ، غاړه او د سينې د کپس عضلات په ښه توګه تمرين ترسره کوي او په پايله کې غښتلي کېږي. د نارينه و د منيو پلاسما د تايروئيد د غدې پارونکي هورمونه په ځان کې لري چې د هغو په پايله کې د نارينه ميټابوليزم لوړېږي او له دې سره يې د بدن وزن کمېږي.

٤. د ټيسټيسټرون د هورمون د زياتېدو لامل ګرځي: جنسي اړيکې ټينګول د ټيسټسټرون د هورمون کچه لوړوي او په دې کار سره د انسان عضلې او هډوکي ټينګېږي.

٥. خپګان له منځه بيايي: هغه ښځې چې له جنسي اړخه فعالې وي او د ژوند ملګرى يې هم د جنسي اړيکو د ټينګولو پر وخت له کانډوم څخه ګټه نه پورته کوي نو ډېر لږ ځلي له خپګان سره مخامخ کېږي. د نارينه و په منيو کې پروسټاګلانډين هورمون شته چې د ښځينه د تناسلي سيسټم له لارې جذبېږي او بيا په ښځينه هورمونونو باندې بدلون مومي. د نارينه و په منيو کې اسټروجن او پروجسټرون هم شته چې دغه دواړه هورمونونه هم د ښځې د خوى په ښه کولو کې اغېزمن رول لري. هغه ښځې چې د خپلو مېړونو له منيو سره مخامخ کېږي ( ياني چې مېړه يې د جنسي اړيکو د ټينګولو پر وخت له کانډوم څخه ګټه نه اخلي) نو دغه ډله ښځې د نورو په نسبت خوښې مالومېږي. ( که د ناغوښتل شوي ماشوم ويره وي او يا د مقاربتي ناروغيو څخه څوک ځان ژغوري نو بيا د کانډوم استعمال د لومړيتوب حق لري.)

٦. د درد غلي کول: د جنسي اړيکې پر وخت چې لا نارينه ارګازم ( د خوند هغه تر ټولو لوړې څوکې ته وايي) ته نه وي رسېدلى نو د اوکسي توسين د هورمون کچه يې د نارمل حالت په پرتله ٥ ځله ډېرېږي. ددې هورمون له امله آنډورفين ( طبيعي مواد دي چې د درد ضد اغېز لري) ترشح کېږي ، که په انسان کې هر ډول درد وي هغه غلى کوي. د جنسي اړيکې له امله د اسټروجن هورمون هم ترشح کېږي چې هغه هم په خپله د درد ضد اغېز پرې باسي.

٧. لږ رېزش کېدل: هغه کسان چې په يوه اونۍ کې يو يا دوه ځلي جنسي اړيکې ټينګوي د هغوي په بدن کې د A اميونوګلوبين کچه ٣٠ په سلو کې لوړېږي نو له همدې امله يې د بدن دفاعي سيسټم غښتلى کېږي او په پايله کې يې په رېزش باندې د اخته کېدو چانس کمېږي.

٨. د مثانې په ښه توګه کنټرول: جنسي اړيکې ټول طبيعي تمرينونه دي چې له امله يې د مثانې عضلې هم تقويه کېږي. څه وخت چې د انسان د مثانې عضلې ښې غښتلې وي نو بيا د تبول (رڼې متيازې) کولو کې ورته کومه ستونزه نه پيدا کېږي. تاسو به ليدلي وي چې ځينې خلک د زړښت پر مهال له همدې ډول ستونزو سره مخامخ وي.

٩. د غاښونو پاکېدل: د نارينه منيو پلاسما ( چې د ښځينه د تناسلي سيسټم له لارې جذبېږي) په خپل ځان کې کلسيم او نور معدني مواد لري چې غاښونه له سولېدو څخه ژغوري. همدارنګه د جنسي اړيکو آداب داسې دي چې دواړه د ژوند ملګري بايد خپلې خولې د جنسي اړيکو څخه وړاندې په ښه توګه ومينځي څو يو له بل سره په ښه توګه وکولى شي چې منل شوې اړيکې ټينګې کړي نو همدا لامل دى چې دواړه اړ کېږي څو د خپلې خولې حفظ الصحه هم مراعت کړي، ددې کار لپاره مسواک وهل يوه غوره لاره ده.

١٠. د پروسټاټ سلامتيا: ځينې د يورولوژۍ پوهان په دې عقيده دي چې د انزال د شمېر او د پروسټاټ د سرطان ترمنځ اړيکه شته. د منيو د توليدېدو لپاره پروسټاټ او د منيو کڅوړه له وينې څخه سيټريک اسيد او پوټاشيم اخلي او بيا يې تر ٦٠٠ ځلي پورې غليظ کوي. له دغو موادو سره ممکن د وينې له دوران څخه پروسټاټ ته سرطاني عامل هم انتقال او لکه پورته چې وويل شو غليظ او متراکم شي. نو که يو نارينه په بيا بيا جنسي اړيکه ټينګه کړي او ځان انزال کړي په دې کار سره به په پروسټاټ غده کې د سرطان زېږنده عامل له تراکم څخه مخنيوى وشي.

١١. په جنسي اړيکه کې افراط د ښځو لپاره بې خطره ده: جنسي اړيکې د ګېډې او کوناټيو د عضلاتو د شخېدو سبب ګرځي او هم د زياتو جنسي اړيکو په ټينګولو سره د ښځو د بدن جوړښت ښه والى مومي. خو په دې شرط چې جنسي اړيکې له مقاربتي ناروغيو ، ناغوښتل شويو اميندواريو او له بل هر ډول ذهني فشار څخه پاکې وي. هغه ښځې چې د لوړ عمر په اوږدو کې له جنسي اړيکو ټينګولو څخه غاړه غړوي ممکن د هغوي مهبل اتروفي ( دا يوه پوهنيزه کليمه ده چې کله يو غړى وچ او ورمولى شي نو بيا ورته کارول کېږي) کړې وي او که مقاربت ورسره وشي نو درد ورته کوي. نو ټولې د پاخه عمر لرونکې ښځې چې په دې دوره کې کومو هورمونونو ته اړتيا لري هغه کولى شي چې له سالمو جنسي اړيکو څخه يې تر لاسه کړي. ياني له خپلو مېړونو سره جنسي اړيکې ټينګې کړي او په ترڅ کې يې له کانډوم څخه ګټه وانخلي څو په منيو کې شته مواد يې بدن ته جذب شي. بيا په دې کار سره هغوي دې ته نه دي اړ چې کوم ډول درمل وخوري او يا يې استعمال کړي.

١٢. خو په جنسي اړيکو کې افراط کېدلى شي چې نارينه و ته سرخوږى پيدا کړي: د نارينه و تناسلي آله ممکن د جنسي اړيکو په ترڅ کې وګرګل شي او پوستکى يې وتوږل شي. په همدې ډول که جنسي اړيکه په ډېر زور او د ډېر زيات وخت لپاره ترسره شي نو کېدلى شي چې د نارينه و تناسلي آلې ته ضرر ورسېږي. که مو فکر کړى وي له انزال څخه وروسته د تناسلي آلې مړاوي کېدل هم له علت څخه خالي نه دي. کله چې د نارينه تناسلي آله ودرېږي نو په دې وخت کې د آلې رګونه له وينې ډکېږي او له دې وروسته بيا پکې وينه جريان نه کوي. نو ددې لپاره چې عضلات دوباره له وينې څخه اکسجن ترلاسه کړي په کار ده چې عضلات مړاوي شي. که تاسو اجازه ور نکړي چې تناسلي آله مو مړاوې او استراحت وکړي نو په دې کار سره به د آلې عضلات د اکسجن له اخيستلو څخه محروم پاتې شي او په پايله کې به د تناسلي آلې د عضلاتو حجرې له مرګ سره مخامخ شي. د پرياپيسم د ناروغۍ په ترڅ کې هم په تناسلي آله کې دائمي انتعاز رامنځته کېږي او د آلې حجرې مړې کېږي له همدې امله يوه طبي ستونزه ګڼل کېږي.

١٣. د وينې د فشار لوړېدل: جنسي اړيکه د وينې جريان مغزو او د بدن نورو غړو ته زياتوي. نو له همدې امله د بدن غړو ته په زياته اندازه خوراکي مواد رسېږي او هم له بدن څخه اضافي مواد په ښه او زياته اندازه اطراح کېږي.

١٤. د عمر زياتېدل: هغه کسان چې په اونۍ کې دوه وارې ارګازم تجربه کوي هغوي د هغو کسانو په نسبت چې د مياشتې په اوږدو کې يواځې يو ځل ارګازم تجربه کوي دوه برابره عمر لري.

١٥. جنسي اړيکه په ښځو کې د اسټروجن هورمون د کچې د لوړېدو سبب ګرځي: ددې هورمون له امله د ښځو د مهبل انعطاف پذيري او ښوئيدنګ زياتېږي او هم ښځې د زړه د ناروغيو په وړاندې ساتي.

١٦. جنسي اړيکه د ذهني فشار او وېرې په له منځه وړلو کې اغېزمن رول لري: همدا لامل دى چې جنسي اړيکه د خوب څرنګوالى ښه کوي.

١٧. جنسي اړيکه چې له مينې سره يو ځاى وي په هغه کې شفا او درمليز اغېز وي: دا ځکه چې تاسو داسې انګېرئ چې داسې هم څوک شته چې تاسو ته د قدر په سترګه ګوري او درسره مينه کوي او ددې په مقابل کې تاسو هم يو چاته په درنه سترګه ګورئ او ورسره مينه کوئ له احساسي او جسمي اړخه له يو بل سره زيات صميمي و اوسئ نو بيا به تاسو د يو ناڅاپي مرګ له پېښو سره ٣-٥ ځلي لږ مخامخ شئ او هم به په همدې کچه له ډول ډول ناروغيو سره نه مخامخ کېږئ. دا ځکه چې د جنسي اړيکې په وخت کې دغه ډول مثبتې اغېزې د لمس کېدو څخه منځته راځي. که په غېږ کې يې ونيسئ او ناز ورته ورکړئ نو بيا ستاسو په بدن کې د کيمياوي ترکيباتو د بدلون سبب ګرځي.

١٨. يوه ښه سالمه حلاله جنسي اړيکه کولى شي چې په ښځو او نارينه و کې ( په ځانګړي ډول په نارينه و کې) پر خپل ځان د باور او عزت نفس د زياتېدلو ډېر زيات ښه اغېز ولري.
سرچینه: واسع ویب

Leave a Comment