جنسي لارښود

څنګه په ښه ډول جنسي اړيکې ترسره کړو؟

Healthy Ways to Make Sex جنسي اړیکې څنګه تر سره کړو؟
This is the Favicon or Site Icon of Zwak News which is official logo Zwak News in it.
Written by Zwak News

جنسي اړیکې

جنسي اړیکه نیول په رښتيا هم د خونده ډکه یوه ډېره ځانګړې تجربه ده! الله (ج) د ښځې او سړي ترمینځ جنسي اړیکه د انسانانو د بیازیږون، خوند، او مینې يوه وسیله ګرځولې. د جنسي اړيکې نیول د بدن فزیکي او رواني چمتووالي او ارامښت ته اړتیا لري.

که تاسې د لومړي ځل لپاره جنسي اړیکه نیسئ او یا غواړئ د جنسي اړيکې کیفیت ښه کړئ، نو په دغه لنډ لارښود کې په مالوماتو ځان پوهول به ستاسې سره ډېره مرسته وکړي.

د بربنډو (لوڅ) فلمو خيالي کيسه (افسانه)

که تاسې کله هم بربنډ فلم په قصد یا غلتۍ سره لیدلی وي، نو ښايي په دې فکر شئ چې جنسي اړیکه هم دې ته وايي. خو په حقیقت کې بربنډ فلمونه د جنسي اړيکې يو ډېر درواغجن، غولوونکی، اوکله هم وحشي انځور وړاندې کوي. د بربنډو فلمو ځينې عام دروغ چې له بده مرغه ځینې کسان پرې باورکوي دا دي:

غټ غوره دي. بربنډ فلمونه ښيې چې د سړي غټه تناسلي اله، یا هم د ښځې غټ تي، او یا په جنسي اړیکه کې د ډېر وخت لپاره دوام کول د جنسي اړيکې خوند او کيفيت ډېروي. خو په ريښتيا:

۱. ساینسي څېړنو ثابته کړې چې د سړي غټه تناسلي اله د جنسي اړيکې پر کیفیت باندې اغېزه نلري. نویو څېړنو ښودلې چې په منځنۍ کچه په نړۍ کې د نارینه وو تناسلي اله ۱۲،۹ دوولس عشاریه نهه سانتي (۵،۱) اینچه ده.

۲. څېړنو موندلې چې په منځنۍ کچه عادي وګړي تر ۵،۴ (پنځه عشاريه څلور) دقیقې په جنسي اړیکه کې دوام کوي.

۳. بربنډ فلمونو د زیاتو عادي فلمونو په څېر بېخي له حقيقته لرې پر خیال ولاړ دي، چه دغه خیال به هیڅکله هم د سړي او ښځې ترمینځ د ریښتینې، روغې او له مینې ډکې جنسي اړيکې استازیتوب ونه کړي.

ښځینه جنسي اناټومي (غړي پېژندنه)

د روغې او بشپړ خوند لرونکي جنسي اړیکې لپاره ډېره اړینه ده چې لومړی ښځینه جنسي غړي وپېژنو. د ښځې تناسلي اله د څو مهمو برخو څخه جوړه شوې چې هره برخه ځانګړې دنده تر سره کوي.

د ښځينه تناسلي اله په اړه اساسي ټکي چې ویې پېژنو:

  • په ناپارېدلي حالت کې د مهبل دېوالونه سره نښتي وي.
  • مهبل په دغو حالتونو کې بدلون مومي: د جنسي اړیکې په وخت کې، د میاشتنۍ ناروغۍ تر بشپړېدو پورې، د زړښت او د ژوند په مختلفو پړاوونو کې.

د ښځې جنسي پارولو، لمسولو او چمتووالي لپاره اړين ټكي:

د جنسي اړيکې نه مخکې ډېره مهمه ده چې تاسو ځانونه فزيکي او فکري چمتو کړئ. د طبېعت د جوړولو لپاره د هغې سره پستې او مینه ناکه خبرو پیل وکړئ. ښکلا یې وستايئ. که چیرې د دې خوښه وي، نو بدن یې چاپي کړئ. دغه کړنو ته چې د جنسي اړيکې د چمتووالي يا (Foreplay) په نامه يادېږي د ۱۵ څخه تر ۱۷ دقیقو پورې دوام ورکړئ. د اسلامي اړخه په جنسي اړيکې کې بيړه (تلوار) کول تر څو چې ښځه چمتو شوي نه وي ښه کار نه بلل کېږي.

نوټ: کچېرې د جنسي اړيکې لپاره د ښځې طبیعت جوړ نه وي، نو هیڅکله هغه د جنسي اړيکې په لرلو مه اړ باسئ ځکه دا ستاسې تر مینځ د کرکې، بېرې او د ښځې د رواني او فزیکي ځورونې لامل کېږي چې اغېزې يې کېدای شي تركلونو پاتې شي.

د ښځې په بدن کې د پوره جنسي لمسون لپاره دغه کارونه ترسره کولی شئ:

  • په ډېره نرمۍ سره د هغې تی او سينه په لاسو لمسول.
  • د هغې غاړه او د غوږونو شا مچول (ښکلول).
  • د هغې شونډې مچول.
  • ورو ورو د هغې د بدن نور غړي په خپلو لاسونو په ډېره نرمۍ سره لمسول.
  • وروسته لاس د هغې منجغي ته غځول او موښل يي.
  • مچولو ته دوام ورکول خو پام مو وي چې په هر ګام کې له هغې نه وپوښتئ چې څنګه احساس کوي.

نارینه جنسي اناټومي (غړي پېژندنه)

د نارینه د دوو بهرنیو جنسي غړیو څخه يوه تناسلي اله ده. د نارینه تناسلي اله د سپنجي نسج (ټوټه) څخه جوړه ده. کله چې د نارینه جنسي اړيکې ته زړه شي، نو وينه دغه سپنجي ټوټې ډکوي او په پایله کې تناسلي اله غټېږي او کلکېږي، چې لکېدل هم ورته وايي.

د نارینه د دننۍ جنسي غړیو څخه دوې خوټې دي. خوټې سپرم او ځينې هورمونونه لکه ټیسټسترون جوړوي.

بکارت څه ته وايي؟

کله چې يو چا هیڅکله هم جنسي اړیکه نه وي نیولي نو دغه حالت ته بکارت وايي. په نارینه وو کې بکارت ښايي په کټ کې د لومړي ځل جنسي اړيکې پر مهال د هغه د چلند د ځینو نښو څخه څرګند شي. د بېلګې په توګه، هغه چا چې هیڅکله له مخکې جنسي اړیکه نه وي نیولي په لومړي ځل د جنسي اړيکې نیولو پر وخت بې خبره، وارخطا، او رنګ الوتې ښکاري. همدا شان دی ممکن ډېر ژر انزال شي.

خو د ښځې بکارت یا پېغلتوب د نورو نښو تر څنګ ډېری وخت د بکارت د پردې څخه څرګندیدلی شي.

د بکارت پرده په ځانګړي ډول يو جال دی چې د ویجنا په خوله کې وي او د جنین په بشپړېدلو سره رامنځ ته کېږي، خو ځينې نجونې دا پرده نه لري. بکارت پرده مختلف ډولونه لري، يوې ته ارتجاعي وايي، بل ډول يي کړه ييزه ده چې لږ په سختۍ له منځه ځي. ځينې نجونه په طبيعي ډول بکارت پرده نه لري، شونې ده چې د ورځنیو چارو لکه سیکل سپرلۍ، ټوپ وهلو، جمناسټيک او نورو چارو له امله هم د وخت په تېرېدلو سره د نجونو دا پردې وشلېږي.

هیڅ داسې ازموینه نشته چې وښيي يوې نجلۍ په طبيعي ډول د بکارت پرده درلوده که نه.

د بکارت پردې شلېدل ډېر لږ درد او ځينې وخت وینه لري.

ممکن اول ځل نږدې کېدلو سره لږه وينه بهېدل وي، هغه هم د پردې د کش کېدلو او لږ پرې کېدلو له امله راځي.

ځينې نجونه دا وينه لري او ځينې نه. دا وینه ډېره زیاته او چټکه نه وي. يواځې څو څاڅکي وي.

په لومړي ځل جنسي اړیکه نیول

په لومړي ځل جنسي اړیکه د ډېرې خوښۍ او یو څه اندېښنه څخه ډکه وي. خو که تاسو دغه لاندې ګامونه واخلئ نو کېدای شي ستاسې تجربه ښه تېره شي.

  • د واده په لومړۍ شپه هیڅکله جنسي اړیکه مه لرئ دا ځکه چې تاسو او ناوې د واده د اوږدو مراسمو او رواجونو له لاسه تر ډېر روانې فشار او بدنې ستومانۍ لاندې یاست. پوهېږو چې تاسو به ښايي د مور او پلار یا د کورنۍ د کوم بل نږدې غړي لخوا اړ ایستل شئ چې ژر دغه کار ترسره کړئ، تر څو دوی هغه سپين ټوکر په وینو سور وویني. خو که تاسو دواړه چمتو نه یاست هیڅکله د چا فشار ته غاړه مه ږدئ.
  • كله چې تاسو چمتو یاست، نوکوښښ وکړئ چې لومړی د یو بل سره وړې خبرې پیل کړئ تر څو د یو بل د حاله ښه خبر او یو بل ښه وپېژنئ.
  • د ۱۵ څخه تر ۱۷ دقیقو لپاره د جنسي اړيکې د چمتووالي کړنې چې پورته یادې شوي ترسره کړئ.
  • چمتو اوسئ دا ځکه چې کېدای شي ستاسې د لومړي ځل جنسي اړیکه دومره بې تكليفه نه وي لکه څنګه چې تمه لرئ.
  • په ځينو ټولنو کې خلک په دې باور دي چې ښځه د لومړي ځل جنسي اړيکې لرلو څخه نه امېندوارہ کېږي، دا دروغ دي. که تاسو چمتو نه یاست چې ماشوم ولرئ، نو کوښښ وکړئ چې د زیږون د کنترول د طريقو څخه يوه وکاروئ.
  • د جنسي اړيکې لپاره د ځانګړي غوړو چې لوب ورته وايي ډېر کار واخلئ. غوړي مهبل یا کانډم لندوي او ښوی کوي يې. دوی د کانډم د ماتېدلو څخه په ساتلو کې مرسته کوي او کولی شي چې جنسي اړیکه خوندي او ډېره د خوښۍ وړ وګرځوي. د عطرو او کیمیاوي توکو لرونکو غوړو لکه نیوا یا بوی لرونکې واسلینو، د پخلي غوړي، د ماشوم غوړ، معدني تېل، د پوستکي ملهم څخه کار مه اخلئ.
  • هیڅ تلوار مه کوی، په ډېره کراره او نرمۍ سره يو د بل سره نږدې شئ.

د زیږون د کنټرول لارې څه دي؟

د زېږون د کنټرول یا مخنیوي څو ډوله لارې شته. لاندې به تاسې د یوې طبیعي او یو څو عامو لارو په اړه وپوهېږئ:

د ایستنې یا بهر کښنې طبيعي لار

په دې طریقې سره، یو سړی خپل تناسلي اله د ښځې څخه بهر او د هغې د تناسلي الې څخه لرې باسي مخکې له دې چې دی انزال شي. دا طريقه تر نه طریقې ښه ده، مګر دا تل کار نه کوي. ځيني وختونه يو سړی نشي کولی له دې مخکې چې انزال شي بهر یې وباسي. که څه هم چې يو سړی يې په وخت باندې وباسي، ځينې مایع چې سپرم لري له ده څخه مخکې له انزالېدلو کولی شي وڅڅېږي او د امیندوارۍ لامل وګرځي.

کانډم

د سړیو لپاره کانډم د نازک ربړ څخه یوه نرۍ کوچنۍ کڅوړه ده چې سړی يې د جنسي اړیکې په وخت کې په خپل تناسلي اله اغوندي. ځکه چې د سړي مني په کڅوړه کې پاتې کېږي، سپرم نشي کولی د ښځې بدن ته ننوځي.

كانډمې د امیندوارۍ څخه ښه خوندیتوب وړاندې کوي. كانډمې هیڅ اړخيزه اغيزې نلري.

کانډم باید کله چې د سړي تناسلي اله کلکه وي واچول شي، مګر مخکې له دې چې د ښځې تناسلي اله سره وموښلول شي.

د سړیو لپاره کانډم څنګه کارول کیږي؟

۱. په پاکو لاسونو د کانډم سر کښېکاږئ او د کلکې تناسلي اله په سر يې واغوندي.

۲. کانډم ورغړوئ په داسې حال کې چې سر يې کښېکاږلې ساتل شوي وي، تر هغه چې دا ټوله تناسلي اله وپوښي. د کانډم په پای کې خوشې برخه به د سړي سپرم ونیسي. که تاسو د سپرم د را وتلو په وخت کې د سپرم لپاره ځای نه پریږدئ، كانډم ډېره شوني ده چې ماته شې.

۳. د سړي له انزالېدلو وروسته، دی باید د کانډم ژۍ ونيسي او خپله تناسلي اله د مهبل څخه وباسي.

۴. کانډم وباسئ. سپرم مه پرېږدئ چې توی یا وڅڅېږي.

۵. كانډم په تړلو سره بنده کړئ او د ماشومانو او حیواناتو څخه لرې يې په خځلو کې واچوئ.

د زېږون د کنټرول ګولۍ

د زېږون د کنټرول ګولۍ به ستاسې د امیندوارۍ څخه ترهغه چې تاسو هره ورځ يوه ګولۍ اخلئ ساتنه وکړي. تر ټولو عامې ګډې ګولۍ د “ټيټ ډوز” ګولۍ دي چې د اسټروجن ۲۰، ۳۰، یا ۳۵ مایکروګرامه (mcg) لري. هيڅ داسې میتود یا طريقه مه کاروئ چې د ۵۰ مایکروګرامه څخه زیات استروجن ولري. ګولۍ ژر تر ژره د امیندوارۍ مخه نه نیسي، نو د ګولیو اخيستلو په لومړنیو ۷ ورځو کې، د امیندوارۍ څخه د مخنیوي لپاره کانډم يا يو بل شاتړي میتود وکاروئ. د زېږون د کنټرول ګولۍ به تاسو د امیندوارۍ څخه تر هغې چې تاسو هره ورځ يوه ګولۍ اخلئ ساتنه وکړي. دوی ښایي د ښځو لپاره چې ځينې روغتیايي ستونزې لري خطرناکه وي.

اړین: د زېږون د کنټرول ګولۍ د ایس ټې ای يا ایچ ای وي په وړاندې ساتنه نه کوي.

واسع ویب
عبدالهادي ابراهېمي

Leave a Comment