امنیت

که جمهوریت ختم شي او موقته اداره رامنځ ته شي څه پیښیږي !!!

۱- سمتي جګړي بیا زور اخلي ، خپل سري ملیشي واک ته رسیږي د تنظیمونو د جګړو یاد تازه کیږي ، پاټکونه فعالیږي.
۲- لس میلونه کسان هجرت ته اړ کیږي ، تر یو میلون وژل کیږي او ټپی کیږي ، میلونونه کسان بی بیروزګاره کیږي ، تعلیمی اداری ، کاروباری مراکز تړل کیږي بی باوری او بیکاري سلګونه زره کسان په رواني امراضو مبتلا کوي.
۳- د تیرو شلو کالو بنسټونه او ودانیزي چاری لمنځه ځي یاهم انکشاف په ټپه دریږي.
۴- خارجی مرستی بندیږي ، سیمه کې بی ثباتی او بی باوری زیاتیږي او کورنۍ جګړه لکه ۱۹۹۰ کال شدت اختیاروي.
۵- امکان دی ولري چي هیواد کي موقعه طلبه او پردیپاله مشران هیواد تجزیه کړي.
۶- افغانستان له زخایرو ډک هیواد دی او دلته اکثریت هیوادونه په جګړیز ماحول کی خپل کار کوي او زخایر خپلو هیوادونو ته انتقالوي.
۷- افغان ځوانان چي په تیرو شلو کالو کي د تعلیم او تحصیل له فیزه برخمن وو پدا غربت ځپلی او جنګ ځپلي ماحول کی بیا بی سرنوشته پاتی کیږي.
نوره ستاسو خوښه چی په کومه لاره ځئ.