Amazing & Interesting Literature & culture Special Contents

لور ته د چارلي چاپلین لیک!

لور ته د چارلي چاپلین لیک!

چارلي چاپلین د نړۍ د سینما تکړه لوبغاړی و،هغه په خپل تمثیل بې شمیر خلک خندولي او ژړولي دي. نوموړي په ټولنه کې شته ناخوالې ډېرې ښې انځور کړي او په ډیره وړتیا يي نندارې ته وړاندې کړي دي.
راځئ دلته د چارلي هغه لیک چې خپلې لور ته یي لیکلی وو، یو څه لنډون يي راخلو.

ګرانې لورې جرالډینې؛ دلته شپه ده، د نویل یوه شپه زموږ په کوچني کور کې ټول خلک ویده شوی دي، ورور دې، خور دې، آن مور دې ویده دي.پرته له دې چې دا ویدې مرغۍ راویښې کړم، ځان مې دې نیمې تیارې کوټې ته چې د مر/ګ د انتظار کوټې ته ورته ده راورساوه.زه له تا څخه ډیر لرې یم … خو سترګې مې دې ړاندې شي چې مې یوه شیبه ستا تصویر له سترګو اوړي. ستا انځور هلته د میز پر سر پروت دی خو ته په خپله په ښکلي پاریس کې د هغه پرتمین تیاتر پر ستيژ، په دې پوهیږم او همداسې ده چې ګوندې د شپې په دې چوپه چوپتیا کې ستا د پښو اوازونه اورم او د ژمي په د تروږمۍ کې ستا د سترګو بریښنا ګورم.
اوریدلي مې دي هغه شهزاۍ(شهزادګۍ) په رول کې کار کوې چې د تاتار د خان اسیره شوې ده، شهزۍ اوس وناڅه!ستوری شه وځلیږه! خو که د نندراچیانو له خندا ډک شاباسي او د سوعات شوو ګلونو په زړه پورې بوی درته د هوښیارۍ کومه شېبه درکړه، په یوه ګوښه ځای کې کښېنه ، زما لیک ولوله او د پلار خبرو ته غوږ شه. زما جرالډینې؛ زه ستا پلار یم چارلي چاپلین کله چې تا کوچنی وې شپې شپې ستا سر ته ناست وم او کیسې مې درته کولې، په ځنګل کې د یوه خوبه وړي خونده واره کیسه په دښته کې د ویښ ښامار کیسه …کله چې به مې زړو سترګو ته خوب راغی نو په پیغور به مې ورته وویل ځه! زه مې د لور په خوبونو کې ډوب یم. خوب مې لیده جرالډينې خوب … ستا د سبا خوبونه ،ستا د نن ورځې خوبونه ،د صحنې پر سر مې یوه انجلۍ ولیدله ،په اسمان کې مې یوه پرښته ولیدله، چې نڅل يي او نندارچیانو ویل هغه نجلۍ ګورئ ! دا د هماغه زاړه سړي لور ده. ..

نوم يي پیژنئ؟ چارلي؛ هو! زه چارلي یم یو زوړ سړی یم، نن ستا وار دی وناڅه! زه په هغه شلیدلي او ټوټې ټوټې پتلون کې نڅیدم او تا د شهزیو په وریښمینو جامو کې ناڅې. دا نڅاوې او تر هغه زیات د نندارچیانو د لاسونو پړکا به کله تا اسمانونو ته یوسي . ځه! هلته لاړه شه! خو کله ځمکې ته هم راځه او د خلکو د ژوند ننداره هم کوه. د تیارو کوڅو او د هغو ډمو ژوند ګوره چې په وچ نس او وچو لینګیو ناڅي.زه د هغوی په ډله کې وم په هغو شپو کې ستا د ماشومتوب په افسانوي شپو کې ، چې تا زما په آللو ویده کیدې او زه بیا هم ویښ پاتې کیدم ستا مخ او څیرې ته مې کتل او د زړه درزهار مې دې شمیره. له ځان نه مې وپوښتل چارلي آیا دا کوچنی نجلۍ به تا وپيژني؟ ته ما نه پیژنې، جرالډینې هغه پخوانۍ شپه هو… تاته مې کیسې کولې، خو هیڅکله مې تاته خپله کیسه ونکړه دا کیسه په اوریدو ارزي .. د هغه وږي انسان کیسه چې د لندن په ډیرو ټیټو او سپکو کوڅو کې به يي سندارې کولې ،نڅیده به او خیرات به يي ټولاوه دا زما کیسه ده.
ما د لوږې مزه څکلي ده، ما د بې کورۍ درد ګللی دی او تر هغې زیات ما د هغه انسان رنځ احساس کړی چې له غروره یي سمندر په زړه کې څپې وهلې،خو دا لاروي د خیرات د یوې سیکې د هغه غرور په اوبو لاهو کاوه.له دې ټولو سره سره بیا هم زه ژوندی یم او له مر/ګ مخکې باید په ژوندیو پسې څه ونه ویل شي زما کیسه ستا نه پکاریږي ، ستا خبرې به وکړو ستا په نوم پسې زما نوم راځي چاپلین ، په همدې نامه مې د ځمکې پر مخ له څلویښتو کلونو څخه زیات خلک وخندول او هر څومره چې هغوی وخندال تر هغوی ما پخپله ډیر وژړل! جرالډینې په کومه نړۍ کې چې تا اوسیږې هلته نڅا او موسیقي نه ده، د نیمې شپې پر مهال چې د موسیقی له پرتمین تیاتر څخه راووځې هغه شتمن له یوې مخې هیر کړه چې لاسونه درته پړکوي او ستایي دې، د هغه ټاکسي چلوونکي د حال پوښتنه وکړه چې تا کور ته رسوي د هغه د میرمنې پوښتنه وکړه که میرمن یي اومیدواره وي او د راتلونکي ماشوم د جامو پوښتنه چې پیسې ورته نلري. د پیسو چیک راوباسۀ او په پټه يي د هغه د میړه په جیب کې کیږدۀ، ما په پاریس کې خپل د بانک استازي ته سپارښتنه کړي چې خپل ستا دا راز پټ لګښونه به په پټو سترګو ومني، خو د نورو لګښونو اړتیا باید بیان کړې.کله کله په سرویس یا میټرو کې په ښار کې وګرځۀ خلکو ته وګوره او لږ تر لږه د ورځې یو ځل ځانته وویه چې، زه هم د هغوی له ډلې څخه یوه یم ته د هغوی تا د هغوی ډلې څخه یوه يي، نه له هغوی څخه زیاته مخکې تر دې چې هنر چاته د الوتلو وزري ورکړي زیاتره ترې غبرګې پښې هم اخلي.

کله کله هغه ځای ته ورسیدې، چې یوه شيبه د خپلې نڅا له نندارچیانو څخه ځان پورته وګڼي، هماغه مهال صحنه پریږده او ځان ژر پاریس ته ورسوه ماته هغه ځای ښه معلوم دی، هغه ځای د پیړیو پیړیو د مخه د کولیانو پسرلنۍ ځانګو وه. هلته به د ځان په څیر نڅاګرې وګورې ،چې له تا څخه ښکلي دي، چلاکه دي، هلته د شانزلیزه ړندوونکې شغلې نشته، د کولي نڅاګرو شغلې یوازې د سپوږمۍ رڼا ده ښه ورته وګوره آیا هغه تر تا ښې نه ناڅي؟
ګرانې لورې اعتراف وکړه تل داسې یو څوک شته چې تر تا غوره ناڅی، تل داسې څوک شته چې تر تا ښکلي وي ، پر دې پوهه شه د چارلي په کورنۍ کې هیڅوک هیڅکله داسې نه وو چې بې کسه ته ناوړه خبرې وکړي. ښايي زه وم رم او ته ژوندۍ واوسې، زما هیله داده چې هیڅکله بې وزله ژوند ونکړې، له دې لیک سره مل یو سپین چک درلیږم هر څومره پیسې چې غواړې پکې ویي لیکه! او وایي خله، خو هر کله چې دوه فرانکه لګوې، ځانته وویه چې دویم فرانک زما برخه نه دی.هغه د یو نومورکي برخه ده چې نن شپه ورته اړتیا لري ،د پیسو او شتو په اړه له دې امله درسره خبرې کوم چې زه د هغو بدوالی ښه پیژنم، ما ډیره موده په سرکس کې تیره کړه تل د هغه چا په اړه اندیښمن وم چې په یوه نري پړي تلل ، خو، لورې، دا خقیقت تاته ویم چې د نري پړي په پرتله خلک د ځمکې پر مخ زیات لویږي.ښايي چې کله د نړۍ تر ټولو ښکلي الماس تا وغولوي هغه شپه به دا الماس تاته د سرکس د پړي په څیر وي، او تا به هرو مرو وغورځوي.

په زرو او ګاڼو زړه مه تړه ځکه ددې نړۍ تر ټولو ستر الماس لمر دی، له نیکمرغه دا الماس د هر چا پر غاړه ځلیږي.خو، که کومه ورځ دې د یو چا د څیرې په لمر زړه وبایلود ، پاکه او له هغه سره یو زړه اوسه، مورته مې دې ویلي دي، چې په د اړه درته لیک ولیکي هغه مینه تر ما ښه پیژني هغه د یوه زړه توب د پیژندنې لپاره تر ما غوره ده. پوهیږم چې ستا کار ډیر ستونزمن دی . پر ستیژ باندې له نریو وریښمینو جامو څخه پرته څه ستا بدن نه پټوي، د هنر لپاره انسان د ستیژ سرته لوڅ لغړ راتلای شي ، خو بیرته باید له مخکې څخه پاک او سوچه راښکته شي.په دې نړۍ کې هيڅ داسې غوره شی نشته چی یوه نجلۍ دې د هغه لپاره خپل یو نوک هم چاته ښکاره نکړي.
لوڅوالی زموږ د زمانې ناروعتیا ده، زه زوړ سړی یم ښايي خبرې مې خندنې اوسي ،خو زما په ګومان ستا لوڅ بدن باید د هغه چا په برخه وي ، چې تاته يي لوڅ روح ګران دی بده نه ده، که په دې اړه ستا فکر لس کاله د مخه وي دستر(حجاب) له مهاله مه ډاريږئ ! دا لس کاله تا نشي زړولای!!!

Leave a Comment