ټیکنالوژي

په ۲۰۲۱ کال کې د سپوږمۍ او لمر تندر نیونې وړاندوینه!

eclipse
This is the Favicon or Site Icon of Zwak News which is official logo Zwak News in it.
Written by Zwak News

په ٢٠٢١ کال کې به لمر دوه ځلې او سپوږمۍ هم دوه ځلې تندر ونيسي، په دې کال کې د لمر تندر نيونه به يو ځلې په افغانستان کې هم خلک وليدلى شي، په دې کال کې به په لومړي ځل د جون په ١٠مه نېټه لمر تندر ونيسي، چې پوره به نه وي، بلکې کمه به وي.
د لومړي لمر تندر نيولو ننداره به په اسيا، افريقا، اروپا او د امريکا په مغربي برخو کې وليدل شي، همدا راز د ٢٠٢١ کال دويم او اخري ځل د لمر تندر نيول به د دسمبر په ٤مه نېټه وي، چې په امريکا، جنوبي امريکا، پيسيفک او انټارکټيکا کې به وليدل شي.
همدا راز د ٢٠٢١ کال د سپوږمۍ لمر تندر نيولو لومړنۍ پېښه به د مۍ په ٢٦مه نېټه ترسره شي، په دې کې به سپوږمۍ په بشپړ ډول تندر ونيسي او دا به په اسټراليا، اروپا او د اسيا په ځينو برخو کې وليدل شي.
دويم ځل به بيا د نومبر په ١٩مه نېټه سپوږمۍ تندر ونيسي، چې د امريکا او اسټراليا په بېلا بېلو برخو کې به وليدل شي.
په ٢٠٢٠ کال کې د جنورۍ په ١٠مه، د جون په ٥مه، د جولاى په ٤مه او د نومبر په ٣٠مه نېټه سپوږمۍ تندر نيولې وه او همدا راز د جون په ٢١مه او د دسمبر په ١٤مه نېټه بيا لمر تندر نيولى و.