نړیوال خبرونه

په ریاض کې افغان سفیر د پوهنې وزارت وزیرې سره د ويډیو کنفرانس له لارې وکتل

۲۱ سلواغه ۱۳۹۹| سمون| ۹ فبروری ۲۰۲۱|ریاض
د افغانستان اسلامي جمهوریت سفیر او ځانګړي استازي، ښاغلي احمد جاوید مجددي د پوهنې وزارت سرپرستې وزیرې آغلې رنګینه حمیدي سره د افغانستان او سعودي عربستان ترمنځ د فرهنګي اړیکو د پراختیا اړوند مسايلو د تعقیب او همغږۍ په موخه آنلاین ناسته وکړه.
پدې ناسته کې چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د دويمې سیاسي څانګې د عربو او شمالي افریقا هیوادونو معاونيت سرپرست ښاغلي احسان اکرمي، د سفارت مستشار ښاغلي عبیدالله عطایي، د سفارت اول سکرتر ښاغلي نور ولی حقوق مل، دریم سکرتر ښاغلي محمد داود مهجور او سید طه نبوي هم حضور درلود. د افغانستان اسلامي جمهوریت او سعودي عربستان د پوهنې وزارتونو ترمنځ د علمي او تحصیلي همکاریو د لاسلیک شوي پوهاوي‌لیک د پلي کیدو پر څرنګوالي بحث وکړ.
د پوهنې وزارت سرپرستې وزیرې ژمنه وکړه چې د دواړو هیوادونو ترمنځ د تعلیمي اړیکو د پراختیا لپاره به په نژدې وخت کې د پوهاو‌ي‌ليک پلي کولو تطبيقي طرحه او بشپړ پروپوزل چمتو او د افغانستان بهرنیو چارو وزارت له لارې سفارت سره شریک کړي.