نړیوال خبرونه

د الجزيرې خبريال، محمود حسين له ۴ کلن بند څخه وروسته ازاد شو

د مصر قضايي چارواکو د الجزيرې رسنۍ خبريال محمود حسين وروسته له څلورو کلونو بند څخه پرته له دې چې محکمه شي، ازاد کړ. د دې خبريال لور «آيه محمود حسين» په خپل ټوېټر ليکلي چې نوموړی وروسته له څلور کاله، يوه مياشت او ۱۴ ورځو بند څخه ازاد شوی دی. محمود حسين د ۲۰۱۶ کال د ډېسمبر په ۲۳مه هغه مهال ونيول شو چې د مصر په پلازمېنې قاهره کې يې د خپلې کورنۍ سره د خپلې رخصتۍ موده تېروله