خبرونه

په خوست کې د ۳۷ ملیونو افغانیو په لګښت ۶۸ سړې خونې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

په خوست کې د ۳۷ ملیونو افغانیو په لګښت ۶۸ سړې خونې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې خوست والي تورن جنرال مهمند کټوازي، دولسي جرګې استازي محمد غفار تڼي، د ولایت شورا مرستیال حبیب خان ټنیوال او منشي قمر علي لکڼوال، د امنیت امر نورالله ستانکزي، د زراعت رئیس شاه نوري او بېلابېلو مدني ټولنو مسولینو او دهقانانو ګډون کړی و.

خوست والي وویل چې نن ورځ د زراعت ریاست په چوکاټ کې د خوست په مرکز او شپږو ولسوالیو کې د څه باندې ۳۷ ملیونو افغانیو په ارزښت ۶۸ د کچالیو او پیازو خونې ګټې اخیستنې ته سپارل کیږي.

د ولایت والي وویل چې هر دهقان به راروان کال ۳۴۰ جریبه ځمکه په پیازو او کچالو وکري، چې له مخې به یې د پیازو او کچالو تولید له ۸ سوه ټنو څخه درنیم زرو ټنو ته پورته شي.

په ناسته کې د زراعت رئیس شاه نوري وویل چې د سړو خونو په جوړولو کې لس سلنه دهقانانو لګښت ورکړی، چې دا به د موسمونو پر مهال د دوی د تولیداتو د ساتلو لپاره مهم رول ولري.

په ناسته کې د ولایتي شورا غړي قمرعلي لکڼوال او یو شمېر نورو ویناوالو د یادو خونو په جوړیدو خوښي وښوده او دا یې
د دهقانانو لپاره اساسي او مهمه پروژه وبلله.
شفیق الله مشال ځواک میډیا خوست