سیاست

ټولنیزه برابري اړوندخبرې

Social equality – ټولنیزه برابري

ټولنیزه برابري کې د یوې ټولنې ټول خلک (نر او ښځه) د ملکیت لرلو حق لري، دواړه نر او ښځه د بیان د ازادۍ حق لري، ټولنیز حقوق یې سره برابر وي. هر هغه څه ته ټولنه کې برابر لاسرسی لري چې عامه وي لکه ملي بوس، ریل ګاډی، برېښنا او هر بل په ټولنه کې عامه کارېدونکي وسایل ته برابر لاسرسی لرل. په ټولنیزه برابري کې د روغتیا لرلو لپاره برابری اړینه ده، اقتصادي برابری هم اړینه ده، د دې ترڅنګ نر او ښځه باید ټولنه کې برابر د محافظت حق ولري.
 
په ټولنیزه برابري کې د خاني، جنسیت او یا هم کومې بلې مخې خلک په کلاسونو یا ډلو او طبقو نه وي وېشل شوي هر عام خاص سره برابر وي او هېڅ ډول توپیري چلند نه ورسره کیږي. د توکم، ژبې، جنسیت، زیات یا کم عمر، د ملکیت لرل یا نلرل، مذهب، روغتیا یا معلولیت له مخې توپیري چلند نه ورسره کیږي. قانون هم باید له وګړو د یادو توپیرونو له امله توپیري چلند ونکړي او ټولنه کې یې مخنیوی وکړي. هر نر او ښځه باید په ټولنه کې برابر فرصت ولري، برابر فرصت لرل ډېرې ماناګانې لري خو دلته یې مانا د لیاقت او وړتیا له مخې قضاوت دی.
 
اونتولوجیکل برابري یا برابر پیدا کیدل
هر انسان برابر پیدا شوی همدې ته اونتولوجیکل برابري (ontological equality) وایي. دا ډول برابري په مختلفو ځایونو کې لیدل کیدای شي لکه د استقلال یا ازادۍ اعلامیه کې. فیلسوف جان لوک وایي ” مونږ ټول په ځینو طبیعي حقونو کې سره برابر یو. ” خو په اوسني وخت کې دا ډول برابري توکو ته د لاسرس د نا برابرۍ د توجیه کولو لپاره کاریږي. ځینې خلک یې د دې فکر پیاده کولو لپاره کاروي چې ” فقر یو ډول عبادت یا تقوا ده” او په دې ډول وینا ګانو د بل حق تر پښو لاندې کوي. ځینې خلک وایي چې برابر پیدا شوي یو او برابر مړه کیږو او په دې ډول خبرو په ټولنه کې د ځینو طبقو فقر توجیه کوي. ځینې پوهان بیا دې جملې ته ” هر کس برابر پیدا شوی ” داسې تعبیر ورکوي چې هر کس د موجودیت برابر حق لري او طبیعت کې برابره وده کوي.
 
برابر فرصت
برابر فرصت په دې مانا دی چې هر نر او ښځه د برابر ټولنیز امتیاز ترلاسه کولو حق لري، د شتمنۍ لرلو یا ترلاسه کولو برابر حق لري، د واک ترلاسه کولو برابر حق لري. په دې مانا چې ټولنه کې هیڅوک تر بل چا لمړیتوب نلري بلکې د هر نر او ښځې قضاوت د وړتیا له مخې کیږي. همداسې د عاید برابري چې باید د توپیر له مخې کم زیات نه وي.

Leave a Comment