سیاست

سالمه ټولنه څه کومه ده؟

Society – ټولنه

ټولنه له افرادو جوړ شوي ګروپ ته وایي کوم چې په دوامداره توګه خپلمنځ کې ټولنیز تعامل یا فعل او انفعال کوي، خپله کې ګډه جغرافیه لري او ګډ ټولنیز نظریات لري، د ټولنې ځانګړنه د مختلفو کلتورونو لرونکو افرادو تر منځ ټولنیزې اړیکې لرل دي او یوه ټولنه د دې ډول اړیکو پاېله ده. په ټولنه معمولا یو حکومت حاکم وي.

 
په ټولنیز ساینس کې لویې ټولنې په طبقو او تسلط باندې وېشل شوي. تر یو ځایه پورې د همکارۍ له مخې ټولنه اړینه ده ځکه چې له ټولنې ډېر وګړي هغه ګټې کوي کومې چې په یواځې ځان امکان نلري. په ټولنه کې وړې ټولنې هم موجودې وي کوم چې خپل نورمونه لري او د خپلو نورم پر بنسټ ورځنی ژوند له نورو سره په توپیرکې پر مخ وړي خو د ټولنې برخه وي او په ټولنه کې فرعي کلتور ګڼل کیږي. پورته د یادې شوې ټولنې اړیکو ته ټولنیزې اړیکې ویل کیږي خو د جوړښتي فکر له مخې ټولنه که چېرې ټولنه اقتصادي، صنعتي یا کلتوري جوړښت وي اړیکو ته یې موخه ایزې اړیکې ویل کیږي کومه چې له مختلف ډوله وګړو جوړه شوې وي.

Leave a Comment