جالب او حیرانوونکي

هغه نښې، نښانې چې د پیدا کیدونکي ماشوم جنسیت معلومه وي!

د روغتیایي پوهانو له لوري ځینې نښې، نښانې بیان شوي، چې له مخې یې د ماشوم د جنسیت په اړه معلومات ترلاسه کولی شو.
ویل کېږي که چېرته د میندو طبیعت د سهار پرمهال ډېر خرابېږي یا هم کانګي کول او د چکر خوړلو ستونزه د سهار پرمهال ډېره زیاته وي، نو ددې مطلب دا وي چې راتلوونکی ماشوم به یې نجلۍ وي.
که چېرته د میندو طبیعت خراب وي او موډ یې ښه نه وي، یعنې یوه شېبه خوشحاله وي او وروسته یې بیا په طبیعت کې بدلون راشي، نو ددې هیله ډېره وي چې ماشوم به نجلۍ وي.
که چېرته میندې د خوږو شیانو د خوړلو اشتها لري، نو ددې مطلب دا وي چې راتلوونکی ماشوم به یې نجلۍ وي.
که چېرته مېندې د مالګینو خوړو او د تروشو شیانو اشتها ولري، نو ددې مطلب دا دی، چې ماشوم به یې هلک وي.
که د میندو د خېټې په ښي اړخ درد وي، نو ماشوم به یې هلک وي، دغه راز که چېرته یې په کیڼ اړخ درد وي، نو دا بیا د نجلۍ د زېږېدو نښه ګڼل کېږي.
پورتنۍ ټولې نښې، نښانې د ډاکترانو له لوري بیان شوي دي، خو اړینه نه ده چې ۱۰۰ سلنه دې رښتیا وي، بلکې په دواړو یعنې هلک او نجلۍ شکر ایستل زموږ د ټولو اسلامي وجیبه ګڼل کېږي.