جالب او حیرانوونکي

د ویسا اکاډمي زده کوونکو ته دوه ورځنی ورکشاپ جوړ شو

د ورکشاپ په لومړۍ ورځ نارینه زده کوونکو او په دویمه ورځ ښځینه زده کوونکو ته د لاندینیو موضوعاتو په اړه پوهاوی ورکړل شو:
• غاښونو ته پاملرنه/ Dental Care
• د حفظ الصحې یا روغتیا ساتنې مديريت/ Hygiene Management
• د لاسونو مینځل/Hand Washing
• د ستونزې حلول یا هوارول/ Problem Solving
• د وخت سنبالښت یا اداره کول/ Time Management
وروسته زده کوونکو په یادو شوو برخو کې عملي کار ترسره کړ څو زده شوي مهارتونه یې د ورځني ژوند برخه وګرځي.
د ویسا اکاډمي اداره هڅه کوي زده کوونکو ته د ښوونې او روزنې تر څنګ د ژوند بېلابېل مهارتونه هم ور زده کړي څو ټولنې ته بریالي او وړ اشخاص وړاندې شي.