جالب او حیرانوونکي

دا سپى خپل څښتن ته د کال ۵ میلیونه ډالر ګټي!

دا سپى چې تاسې یې په عکس کې وينئ، دا کوم عادي سپى نه دى، بلکې د مشهور اپليکېشن انسټاګرام مشهور سپى دى، چې له ١٠ ميليونو څخه زيات تعقيبوونکي لري.
دا سپى جف پوم نومېږي، چې ستر ستر شرکتونه د ده له اکاونټ څخه د خپلو اعلانونو په بدل
https://www.instagram.com/p/CJ3EGoqFWk6/?utm_source=ig_web_copy_link
کې ده ته ډېرې پېسې ورکوي.
په انټرنیټ نظر څارونکي وېبپاڼې د هغه سپو يو ليست خپور کړى دى، چې ډېر مينه وال لري او ډېرې پېسې ګټي، په دغه ليسټ کې د جف پوم نوم په لومړي سر کې راغلی دی.
https://www.instagram.com/p/CKBXSecFFWH/?utm_source=ig_web_copy_link
د جف پوم سپي مالک د ده په مرسته د کال شاوخوا پنځه ميليونه امريکايي ډالره ګټي، ويل کېږي چې نوموړى د جف پوم د انسټاګرام اکاونټ څخه د يو پوسټ په بدل کې شاوخوا ٤٥ زره امريکايي ډالر اخلي.