جالب او حیرانوونکي

دغه ٦٢ کلنه ښځه د شيدو پلورلو په کاروبار کې ميليونره شوه!

دا ښځه نيوالبن دالسينګ بهايي چودري نومېږي، چې ۶۲ کاله عمر لري، د ګجرات د بناسکنت په ولسوالۍ کې ژوند کوي.
درې کاله مخکې نوموړې مېښې واخيستې او د شيدو پلورلو کاروبار يې پيل کړ، چې اوس یې ١١ ميليونه هندۍ روپۍ ګټلي.
د نيوالبن سره ٨٠ مېښې او ٤٥ غواوې دي، چې شيدې يې شاوخوا نږدې کليو کې پلورل کېږي.
نيوالبن څلور زامن لري او ټول په ښار کې کارونه کوي، خو هغې د شيدو پلورلو کاروبار په يوازې ځان پيل کړ او اوس ورسره ١٥ کسان کار کوي، چې مياشتينى معاش ورکوي.