اسلام او مذهب روژه او رمضان

هغه شيان چې روژه پرې مکروه کيږي

Things That Break Fasting هغه شیان چي روژه پري ماتیږي
This is the Favicon or Site Icon of Zwak News which is official logo Zwak News in it.
Written by Zwak News

١- په روژه کې له مېرمنې سره لوبې کولو، او مچو کولو سره روژه نه ماتيږي؛ خو په روژه کې داسې کول مکروه دي، او که په دغه وخت کې انزال شي، روژه يې ماتيږي (۱)

۲- له عذر پرته د خوړو خوند څکل.

۳- په خوله کې ناړي راټولول او بيايې تېرول.

۴- له ډېرې اړتيا پرته په غاښ کې دوا کېښودل.

۵- د روژې په شپه تر سهاره په جنابت کې پاتې کېدل خلاف اولی دي، ښه دا ده چې په شپه کې غسل وکړل شي.

۶- رګ وهل (حجامت): په رګ وهلو سره د رګ وهونکي روژه مکروه کيږي.

۶- د غاښونو دوا کارول؛ خو که دوا حلق ته تېره شي بيا روژه فاسديږي.

۸- په غاښونو کې د خوراک ذرې (ميده برخې) پرېښودل. (۲)

۹- دغه راز په روژه کې درواغ ويل، په درواغو شاهدي ويل، غيبت کول، چغلخوري، ڼګي کول، جګړې کول، په دراغو قسمونه خوړل، فاحش حرکات کول، سپکې خبرې کول، ظلم کول، نامحرمه مېرمنو سره خبرې کول او ورته کتل، سينما ته تلل، دا هغه څه دي چې روژه ورسره مکروه کيږي، ښايي روژه نيونکي په روژه کې په ځانګړي ډول له دې کارونو څخه هم ځانونه وساتي.

سرچینه: واسع ویب

Leave a Comment