اسلام او مذهب روژه او رمضان

روژه کې څه وخت قضا او کفاره واجب دي؟

کې څه وخت قضا او کفاره واجب دي؟
This is the Favicon or Site Icon of Zwak News which is official logo Zwak News in it.
Written by Zwak News

هغه صورتونه چې د هغه پر کولو د روژې قضا واجبه ده:

  1. يو څوک د روژی پشلمی وکړی او دا يی خيال وی چه تر اوسه وخت شته خواراک څښاک وکړی خو ورسته ورته معلومه شوه چه سبا ختلی ددغه روژی قضا روژه واجبه ده .
  2. چا دلمرلويدونه مخکی داسی فکروکړچی لمر لويدلی دی روژه يی ماته کړه خوورسته پوه شو چه ماښام لا ندی شوی نوقضايی روژه ورباندی واجبه ده .
  3. چا په روژه دار باندی په زور خواراک وکړ .
  4. درمضان نه علاوه بل څه نفل يا واجب روژه قصداً ماتول. ک
  5. ه په روژه کی د چا خولی ته د اوښکو يا خولو څاڅکی ورغلل او مالګينتوب يی په ټوله خوله کی محسوس کړاوده هغه څاڅکی خيټی ته تير کړل.
  6. که چا له سره دروژی نيت ونګړ، خوله خوړلو اونورو يی ځان بند وساته ، يا يی له زوال نه ورسته نيت وګړ .
  7. په روژه کی چا په قصد سره په ډکه خوله کانګی وګړی يا دخولی په غرغړه کی يی بی احتياطی وکړه اوبه له حلقه تير شی قضا پری واجب ده.
  8. که چا داسی شی چه غذا نه وی لکه داوسپنی ټکړه ګاڼی قاغذ يا نور وخوړل چه نه د غذا او نه دوا په ډول وی قضا پری واجب ده.
  9. په غوږ کی تيل اچول يا کومه ښځه په روژه کی په خپل تناسلی غړی کی دوا يا تيل واچوی په د صورت کی قضا پری واجب ده.
  10. که چا په هيره څه وخوړل نو بيا يی فکر وکړ چه روژه خو ماته شوه نو څه يی نور هم وخوړل نو قضا يی پری لازمه ده.
  11. په غاښونو کی د داسی خوراکی څير بنديدل چه د نخود دانی برابر يا له هغه نه لوی وی تر حلق تير شی .
  12. د جماع اووحشی عمل لواطت نه پرته بل کوم داسی وحشی شيطانی جنسی فعل يی وکړ چه انزال ورسره وشوه .
  13. غاښونه وينی شی او وينی پر لاړو ذياتی وی له ستونی څخه تير شی .

په پورته ټولو صورتونو کی روژه ماتيږی قضايی روژه به بيا نيسی .

هغه صورتونه چې قضا او کفاره دواړه پرې واجب دي:

  1. قصداً څه خوړل ،څښل ،د ناروغی لپاره دوا خوړل ،له ښځی سره خپل نفسی خواهش پوره کول يا که دخولی له لاری نه وی پربله هره طريقه سره بدن ته غذا يا دوا داخيلول وغيره .

د روژې کفاره :
ديوی روژی په بدل کی دوی مياشتی مسلسل روژه نيول فرض دی که په منځ کی يوه روژه هم قضاء شی له سره به روژه نيسی . که دايی په وس پوره نه ؤ نو شپيتو مسکينانو ته به دوه وخته په مړه ګيډه ډوډی ورکوی.

سرچینه: واسع ویب

Leave a Comment