افغانستان

افغانان کومو هېوادونو ته بې ويزا تللی شي؟!

This is the Favicon or Site Icon of Zwak News which is official logo Zwak News in it.
Written by Zwak News

د پاسپورټ اينډکس ويب پاڼه هرکال د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو پاسپورټونه له مختلفو اړخونو څخه څېړي او بيا يې درجه بندي کوي. له ښه مرغه که له بده مرغه ووايم زه يې ان له ۲۰۱۰ زېږدي کال څخه څارم او ليکل پرې کوم، تر اوسه پورې د افغانستان پاسپورټ په نړۍ بې اعتباره پاسپورت دی او سږکال بيا هم له اخري درجې (عراق) وروسته بې ارزښته او بې اعتباره پاسپورټ په توګه ولاړ دی دا چې کوم عوامل دي چې (د يو هېواد پاسپورټ بې اعتباره او بې ارزښته وي او ډېرو هېوادونو ته بې ويزا نشي پرې تللی ) په يوه جلا ليکنه کې پرې وغږېږو.اوس په هغو هېوادونو غږېږو چې افغانان کولای شي دې هېوادونو ته بې له مخکنۍ ويزا ولاړ شي.خو ياده مو وي چې دغو هېوادونو ته د ورتګ لپاره چې له بل هر هېواد تېرېږئ او په لاندني ليست کې نه وي تاسې یې بايد ويزا مخکې له مخکې ولرئ!او همدارنګه په لاندې ليست کې هېوادونه تاسې ته هغه ( فرمټ ، ويزا يا اجازه ليک) چې د يادو هېوادونو چارواکي یې په پوله درکوي ، د خپل هېواد د مقرراتوله مخې درته ليکي چې تاسې څومره ورځې او څو مياشتې دلته پاتې کېدلی شئ ،له هغه وروسته چې موده مو پای ته ورسېده بايد له هېواده یې ووځئ!بله مهمه يادونه داده چې سل فيصده حتمي نه ده چې تاسو ته به دغه هېوادونه ويزا درکړي که یې په اصولو برابر وئ ويزا درکوي او که نه معذرت درڅخه غواړي.په لاندې ليست کې له پولې څخه موخه (د وچې باډر لکه تورخم، سمندري پوله، او هوايي ډګر دی خو په دې ليست کې ځينې هېوادونو مقرره بيا وضاحت لري چې له کومې لارې يا کوم هوايي ډګر څخه راغلي کس ته د اوسېدو اجازه ورکوو (ځينې هېوادونه له هرې لارې ورتلونکي ته هم ويزا نه ورکوي). تاسې مخکې له دې چې ياد هېواد ته لاړ شئ بايد د ورتګ شرايط یې ارومرو وګورئ ددې هېوادونو پر پولو او هوايي ډګرونو د visa on arrival په نامه غرفې دي چې تاسې ته دا ويزاوې درکوي.او بله ډېره مهمه خبره دا چې زموږ د‌کابل د نړيوال هوايي ډګر ټول مامورين په دې نه پوهېږي چې افغانان کومو هېوادونو ته بې ويزا تللی شي، دوی بيا باندنيو چارو وزارت ته خبر ورکوي هغلته م د خدای مېلمانه ناست دي نو کېدای شي کله ناکله د ټيکټ په وخت سرخوږی درته جوړ کړي مخکې يو ځل ورشئ خبره ورسره پاکه کړئ چې هسې نه په هغه وخت مو بيا الوتنه ميس شي.•

بنګله دېش: (اسيا) بنګله دېش ته د ورننوتو پر پوله د ۳۰ ورځو وېزا درکوي.
کمبوډيا (اسيا) کمبوډيا ته پر پوله يا هوايي ډګر ويزا (فرمټ) درته صادرېږي.
 کېپ ورډي Cape Verde (افريقا) کېپ ورډي ټاپو ته په ورننوتو ويزا يا د اوسېدو فرمټ درکوي).
 کامروس ټاپو (افريقا) ددې هېواد په سرحد کې ویزا یآنې د اوسېدو فرمټ درکوي.
 جيبوټي (افريقا) پرپوله ويزا درکوي.
ډومينيک جمهوريت (کارابين) پرباډر ويزا درکوي.
 ګيني بيساو (افريقا) پرپوله ويزا يا د اوسېدو فرمټ درکوي.
هايټي (کارابين) بې ويزا ورتللی شئ!
مراکو – مراکش(افريقا) ويزا يا د اوسېدو فرمټ په پوله درکوي.
 مادګاسکر(افريقا) په پوله د اوسېدو فرمټ يا اقامه درکوي.
مالديو(اسيا) په پوله ويزا درکوي.
موريتانيا (افريقا) د اوسېدو فرمټ په پوله درکوي.
نيکاراګوا (منځنۍ امريکا) په پوله ويزا درکوي.
ميکرونيشيا (ارام سمندرټاپوګان) بې ويزا ورتللی شئ.
موزمبيق (افريقا) ويزا چې کله پولې ته ورورسېدې درکوي.
پالآو Palau جمهوريت (ارام سمندر) پولې ته په ورسېدو ويزا درکوي.
ساموا(د ارام سمندر په سوېل کې کوچنی هېواد) چې پولې ته ورسېدې د اوسېدو فرمټ درکوي.
يوګانډا يا اوګانډا (افريقا) ويزا پولې ته په ور رسېدو درکوي.
 ټووالو (ارام سمندر) د اوسېدو فرمټ چې پولې ته وروسېدې درکوي.
ټوګو (لويديځه افريقا) سرحد ته په ور رسېدو ويزا درکوي.
ختيځ تيمور(اسيا) د استوګنې اجازه ليک پولې ته په ور رسېدو درکوي.
سنټ وينسنټ اينډ د ګريناډينس (په کارابين کې کوچنوکی ټاپو دی) په ور رسېدلو سره د استوګنې اجازه پاڼه درکوي.
سيشيلز جمهوريت (هند سمندر) باډر ته په ور رسېدلو د استوګنې اجازه ليک درکوي.
دا هم دريادوم چې پاکستان زموږ څخه يو، دری درجې پورته بې اعتباره او بې ارزښته پاسپورټ لري.

Leave a Comment