خبرونه نړیوال خبرونه

راپورونه؛پر پاکستانۍ(PIA) الوتکه کابل ته، د راتګ بندیز ولګیده

This is the Favicon or Site Icon of Zwak News which is official logo Zwak News in it.
Written by Zwak News

پر پاکستانۍ(PIA) الوتکه کابل ته، د راتګ بندیز ولګیده

د راپورونو له مخې د ا.ا ځینو لوړ پوړو مشرانو پر پاکستانۍ (PiA) الوتکه کابل ته د سفر کولو نا محدوده بندیز ولګاوه ، د بي بي سي پخواني خبریال طاهر خان پر خپله ټویټر پاڼه داسې راپورونه خپره کړي، چې ګني پر پاکستانۍ پي اي اې کابل ته د سفر کولو بندیز ولګیده او هيڅ پاکستانۍ الوتکه به ونه کولای شي تر څو د افغانستان هوايي حریم اشغال کړي.

د ویلوړ ده، چې پر پاکستانۍ الوتکو وروسته له هغې د داسې بندیزونو د لګیدلو خبرونه ورکول کیږي، چې تیره ورځ ځینو نړیوالو رسنیو داسې شواهد ترلاسه کړي وو چې ګواکې پاکستانۍ (PIA) او ایرانۍ ماهن نومي الوتکو د افغانستان له ورستیو حالاتو ناسمه ګټه پورته کړي وه، او څه کم او زیات يي د خپلو شرکتونو د سقو ط مخنیوی پرې کړی دی.

د ټاسک آژانس د راپور له مخې، په پخواني حکومت کې د افغانستان نه اسلام اباد یو طرفه ټکټ بیه ۱۵۰$ ډالر وه، خو په وینا يي په اوس وخت او اوسي حکومت کې د یادو ټکټونو بیو کې بې سارۍ لوړوالی راغلی او د يوه طرفه ټکټ بیه ۲۵۰۰$ ډالر ښودل شوي ده.

ټاسک زیاتوي، پاکستان د افغانستان په اوسنیو حالاتو کې دوه محي کوي او نړۍ ته ښايي تر څو د افغانستان سره مرسته وکړي، خو په حقیقت کې پاکستان د افغانستان له حلکو سره د مرستې کولو اراده نلري،او په یاده برخه کې خپله دوه مخي پالیسي چلوي.

Leave a Comment