تعلیم سیاست

په افغانستان کې ټاکنې

په افغانستان کې د ټول ټاکنو تاریخ

په افغانستان کې ټاکنې ټوله ۲۰ پېړۍ کې دیموکراتیکې ټاکنې لرلي خو په رژیمونو کې بدلون سیاسي دوام له منځه وړی او له دې سره یې د ټاکنو په بنسټونو کې تغیر رامنځته کړی.
د افغانستان پاچایيپه ۱۹۴۹ کې د افغانستان لمړي وزیر شاه محمود نسبتا ازادو د ملي شورا ټاکنو ته اجازه ورکړه او د ۱۹۴۹–۱۹۵۱ کلونو ترمنځ یې د افغانستان اووم پارلمان جوړ کړ کوم چې د لیبرال پارلمان په نامه پېژندل کېده. او دې چارې په دولت او دودیزو بنسټونو نیوکې ته غږ ورکړ.
سیاسي اپوزیسیون یې رامنځته کړ او ځینې لیبرال اصلاحات یې د قانون په توګه وضع کړل په دې کې د ازادو رسنیو لپاره قانون هم شامل وو.
لمړی پارلمان په ۱۹۲۴ کې جوړ شوی وو. په ۱۹۵۲ کې د ۱۹۴۹ له ټاکنو څخه حکومت یو ګام بېرته وروسته ولاړ.
په ۱۹۵۱ او ۱۹۵۲ کې یې ازادي له منځه یوړه. په ۱۹۵۱ کې د کابل او غزني د پوهنتونونو د محصلینو ټولنې یا اتحادې منحل شوې. په رسنیو کې په حکومت نیوکې بندې شوې همداسې د اپوزیسیون زیات مشران زندان شول. په ۱۹۶۴ کې ظاهر شاه د لویې جرګې جوړولو امر وکړ.
په دې جرګه کې د ملي شورا غړي، سنا یا مشرانو جرګې غړي، سترې محکمې او دواړو د اساسي قانون کمیسیونونو غړي شامل وو. تر څو افغانان نوی اساسي قانون چمتو او تصویب کړي. ۱۶۷ غړي د ولایتونو لخوا وټاکل شول او ۳۴ غړي په مستقیمه توګه د پاچا لخوا وګمارل شول.
ټول ۴۵۲ غړي چې ۶ ښځې هم پکې شاملې وې او تمه کېده چې د پاچا ملاتړ وکړي. په دې جرګه کې له ټولو ولایتونو هم خلکو ګډون کړی وو. د ۱۹۶۵ کال ټاکنې له ستونزو سره سره لکه بېسوادي، په رایه اچونه کې د کمو خلکو ګډون، د سیاسي تنظیمونو نشتون او د ځینې دولتي چارواکو لخوا په پاېلو کې لاسوهنه خو بیا هم ډېر څارونکو د رایو بهیر ډېر مناسب وګڼه.
د ولسي جرګې په ۲۱۶ غړو کې د پاچا مخالف او د پاچا ملاتړي، صنعتګر، پښتانه نشنلستان، ښي اړخي او چپ اړخي، لېبرال سیاسیون او محافظه کاره د اسلامي ډلو مشران چې له سیکولریزم سره تر اوسه مخالف دي موجود وو.
دا د افغانستان ۱۲ پارلمان وو.
په ۱۹۶۹ کې د رایه ورکوونکو شمېر د ۱۹۶۵ کال له ټاکنو سره برابر وو او یو داسې پارلمان یې جوړ کړ چې کم او زیات یې د کلیو د واک وېش منعکس کړ. په دې کې خانان یا د ځمکو مالکان او سوداګر عمدتا ټاکل شوي وو له پښتنو پرته د نورو قومونو استازي هم موجود وو.
ښځو او د ښارونو لېبرال سیاسیونو خپلې څوکۍ له لاسه ورکړې. دا د افغانستان ۱۳ پارلمان وو په کوم کې چې حفیظ لامین او ببرک کارمل هم د پارلمان غړي وو.
د ۱۹۷۳–۱۹۷۸ کلونو ترمنځ جمهوري افغانستانپه ۱۹۸۷ کې د شوروي اتحاد د افغانستان د حکومت ملاتړ وکړ او یو داسې قانون یې تصویب کړ چې له مخې یې د نورو سیاسي تنظمیونو اصلاحات ممکن کړل او اعلامیه یې خپره کړه چې حکومت به د اپوزیسیون له غړو سره واک ووېشي.
د دوه پارلماني سیستم لپاره یې اساسي قانون جوړ کړ چې یو یې سنا او بل ولسي جرګه وه. ولسمشر په غېرې مستقیمه توګه د ۷ کلونو مودې لپاره ټاکل کېده.په ټول هیواد کې د ۱۹۸۷ کال په اګسټ کې سیمه ایز انتخابات ترسره شول.
په دې کې ځینې غړي د خلق دیموکراتیک ګوند غړي نه وو. د سپتمبر په ۳۰ نېټه ډاکټر نجیب پرته له کوم اپوزیسیون د انقلاب د شورا ریس وټاکل شو او د ۱۹۸۷ کال په نومبر کې پرته له کوم اپوزیسیون ولسي جرګې ډاکټر نجیب د افغانستان ولسمشر وټاکه.
په ۱۹۸۸ کې د دواړو سنا او ولسي جرګې لپاره بیا ټاکنې وشوې.
په ولسي جرګه کې د خلق ګوند ۴۶ څوکۍ ترلاسه کړې وې. د خلق ګوند د حکومت ملاتړ کاوه خو په ولسي جرګه کې چپ اړخي د حکومت مخالف وو. حکومت په ولسي جرګه کې له ټولو ۲۳۴ څوکیو ۵۰ څوکۍ خالي پریښې وې او لامل یې د مهاهدینو له ټاکنو سره بایکاټ وو په دې وخت کې حکومت تمه لرله چې جګړه مار به له جګړې لاس واخلي او په حکومت کې به ګډون وکړي.
۲۴ څوکۍ چپ اړخو لرلې او همداسې ۴۵ څوکۍ د افغانستان د نجات ملي جبهې تر لاسه کړې وې. د افغانستان اسلامي دولتد شوروي له وتلو او د ۱۹۹۲ په اپرېل کې د کمونستانو د حکومت له ړنګېدو وروسته د ۱۹۹۲ کال په دسمبر کې د ولسمشرۍ لپاره غېرې مستقیمې ټاکنې ترسره شوې.
په ۱۹۹۳ کال کې یو موقت حکومت چې مشري یې لمړي وزیر کوله رامنځته شو. د افغانستان اسلامي جمهوریتپه ۲۰۰۱ کې د بون په تړون کې پرېکړه شوې وه چې افغانستان به په ۲۰۰۴ کې پارلماني او د ولسمشرۍ ټاکنې ترسره کوي تر څو د موقتي حکومت ځای ونیسي.
په ۲۰۰۴ کې د ولسمشرۍ ټاکنې ترسره شوې خو پارلماني ټاکنې د ۲۰۰۵ کال سپتمبر پورې وځنډېدې. د ۲۰۰۵ کال د سپتمبر په ۱۸ پارلماني او د ولایتي شوراګانو ټاکنې ترسره شوې. خو پایلې یې په ټاکنو کې د درغلیو له امله وځنډول شوې. په ولسي جرګه او ولایتي شوراګانو کې اکثریت ټوپکسالارانو څوکۍ تر لاسه کړې همداسې په ولسي جرګه کې ۲۸ % ښځې هم وې ۵۰ % خلکو په رایه اچونه کې ګډون نه وو کړی.
د ۲۰۰۹ کال د اګسټ په ۲۰ نېټه د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو ټاکنې وشوې. د امنیت د نشتون له امله خلکو په رایه اچونه کې ډېر کم ګډون وکړ. د دې ترڅنګ پرېمانه درغلۍ هم وشوې. د ټاکنو د شکایت کمیسیون له ۲۸۰۰ زیات شکایتونه ترلاسه کړل. تقریبا ۱.۲۶ میلیونه رایې باطلې شوې. بلاخره د نومبر په لمړۍ نېټه ډاکټرعبد الله اعلان وکړ چې د دوېم پړاو له ټاکنو تېریږي ځکه چې رڼې ټاکنې ناممکنه دي او د نومبر په دوېمه نېټه حامد کرزی د نورو پنځه کلونو لپاره ولسمشر شو. د ۲۰۱۰ کال د سپتمبر په ۱۸ نېټه د پارلمان ټاکنې ترسره شوې.
د ۲۰۱۰ کال په جولای کې د یوناما مشر د افغانستان ټاکنې د ستونزو مور وګڼله او وې ویل چې دا د سویس ټاکنې ندي د افغانستان ټاکنې دي.
تر ۲۶۰۰ زیاتو کاندیدانو کې تر ۴۰۰ زیاتې ښځې وې. د رایې اچونې پر وخت ټالیبانو هم د کلیو پرخلکو بریدونه وکړل. د درغلیو له امله د ۲۱ کاندیدانو نومونه له نوملړ څخه لرې شول.
د ۲۰۱۴ کال د اپرېل په ۵ نېټه ولسمشرۍ ته ۲۷ کسانو ځانونه کاندید کړي وو او بلاخره د درغلیو له امله ډاکټر غني دې ته اړ شو چې له ډاکټر عبدالله سره ګډ حکومت جوړ کړي.

Leave a Comment