اسلام او مذهب روژه او رمضان

هغه شيان چې روژه پرې نه ماتيږي او نه هم مکروه کيږي

Things that not Breaking Fast. هغه شیان چي روژه پري ماتیږي.
This is the Favicon or Site Icon of Zwak News which is official logo Zwak News in it.
Written by Zwak News

۱- غسل کول : د ګرمۍ له امله روژه کې په خوله يا پوزه يخې اوبه ګرځول، لمبېدل او يا پر سر يا بدن لوند ټوکر اچولو سره روژه نه ماتيږي او نه هم مکروه کيږي. (۱)

٢- مسواک کارولد مسواک په کارولو روژه نه ماتيږي.

٣- سر غوړول: که په روژه کې څوک سر غوړ کړي روژه يې نه ماتيږي. (۲)

۴– احتلام: که څوک په خوب کې احتلام شي روژه يې نه ماتيږي (۳)

۵– خوشبويي کارول: د عطرو په کارولو سره روژه نه ماتيږي (۴)

۶– د اړتيا پر وخت د خوړو خوند کتل: ابن عباس رضي الله عنهما وايي: که څوک سرکه يا بل کتغ وڅکي؛ نو که ستوني ته يې رسېدلی نه وي، پروا نه کوي. (۵)

خو دا په هغه صورت کې چې ډېره اړتيا وي، لکه د يوې مېرمنې خاوند په طبعيت کې تريخ دی، هغې ته روا دي چې د کتغ خوند يوازې په ژبه وګوري. او همدا حکم نانبای (ډوډۍ پخوونکی) ته هم دی.

دغه راز مېرمن کولای شي خپل بچي ته په خپله خوله کې خواړه وژويي داسې چې ستوني ته يې خوند تېر نه شي؛ خو دا په داسې وخت کې چې هلته بل داسې څوک نه وي چې روژه يې نه وي نيولي. (۶)

٧- د سترګو درمل کارول: په سترګو کې درمل اچولو سره روژه نه ماتيږي اګر که په حلق کې يې خوند محسوس شي. دغه راز په سترګو تورولو هم روژه نه ماتيږي. (۷)

۸- د مار يا لړم چيچلد مار يا لړم په چيچلو روژه نه ماتيږي. (۸)

٩- په هېره سره خوراک يا څښاک کولحضرت ابوهريره رضي الله عنه د رسول الله صلی الله عليه له مبارکې خولې په يوه وينا کې وايي: که څوک په هېره سره خوراک يا څښاک وکړي؛ نو روژه دې پوره کړي؛ ځکه چې په هېره خوراک يا څښاک د الله پاک له لوري (مېلمستيا) وي. (۹)
دا حکم فرضي او نفلي دواړو روژو ته شامل دی.

دغه راز په څو نورو شيانو هم روژه نه ماتيږي:

۱۰- بې اختياره ستوني ته دود، ګرد يا چينجی ننوتل

۱۱- بې اختياره قی کول.

۱۲- پېچکاري لګول (۱۰)

۱۳- غاښونه وينې کېدل خو په دې شرط چې وينه ستوني ته ولاړه نه شي.  (۱۱)

سرچینه: روژه – افغان بنسټ 

Leave a Comment