خبرونه نړیوال خبرونه

د ایي ایس ایي د مشر په ټاکنه؛ د عمران خان او باجوه تر منځ نندرۍ

This is the Favicon or Site Icon of Zwak News which is official logo Zwak News in it.
Written by Zwak News

د ایي ایس ایي د مشر په ټاکنه؛ د عمران خان او باجوه تر منځ نندرۍ

وروسته له هغې چې د پاکستان مرکزي حکومت او پوځ په شپږم د اکتوبر د یوې اعلاميې په خپرولو سره ویلي وو، چې د ايي ایس ايي مشر جنرال فیض حمید له خپلې دندې لرې او د پیښور کور کمانډر ټاکل شوی، او د ده پر ځای جنرال ندیم احمد انجم د اي ایس ايي نوی مشر ټاکل شوی، په پاکستان کې که څه هم یادې

پرېکړې حیرانونکې او جالبې وې، البته د ځینو لوړ پوړو چارواکو او د پوځ مشرانو تر منځ پر یادو قضیو له یو څه وخت نندارۍ روانې دي .

د پاکستان لومړۍ وزیر د ايي ایس ايي د نوي مشر جنرال ندیم احمد انجم په ټاکنه ناخبري او ناحوښي څرګنده کړي او یاده پرېکړه یي د نا لاسلیک سربیره بې بنسټه بللي ده. د راپورونو له مخې د پاکستان پوځ

مشر جنرال جاوید قمر باجوه د ايي ایس ايي د نوي مشر په ټاکلو کې د لومړي وزیر عمران خان سره هیڅ ډول اړیکه نه ده نیوالي، او په وینا يي د ندیم ټاکلو پرېکړه او فیض حمید د لرې کولو لپاره باید باجوه د لومړي وزیر عمران خان اجازه لیک اخیستی وای.

د ویلوړ ده، چې تیره شپه وتلي خبریال سلیم ساپي د جیو ټي وي سره په خپلو خبرو کې ویلي دي، ښکاري دا نندرۍ وخت ونیسي، خو هر هغه څه به کیږي کوم چې د پاکستان مرکزي حکومت له وړاندې اعلامیه خپره کړي وه.

Leave a Comment