خبرونه نړیوال خبرونه

د ايي ایس ايي د مشر په ټاکنه، که څه هم نندرۍ روانې دي، خو یوه هفته کې به حل شي!

This is the Favicon or Site Icon of Zwak News which is official logo Zwak News in it.
Written by Zwak News

شیخ رشید؛ د ايي ایس ايي د مشر په ټاکنه، که څه هم نندرۍ روانې دي، خو یوه هفته کې به حل شي

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر شیخ رشید په خپلو تازه څرګندونو کې د ايي ایس ايي د مشر ټاکلو ته په اشارې ویلي دي، که څه هم د پاکستان ځینې سیاسي ګوندونه د ايي ایس ايي د مشر په تبدیلیدنه او د نوې مشر په ټاکنه خوښ او خفه دي، او یاد تحولات د زیاتو لویو نندریو سبب شوي ډیر ژر به حل او فصل شي.نوموړي چې تیره شپه يي د جیو نیوز سره د خبري کنفراس له لارې خبرې کولې زیاته کړي ده، په راتلونکو شپږو ورځو کې یاده قضیه حل او فصل شي او په وینا يي سیاسي ګوندونو ته به د ضمانت پوره او بشپړ ډاډ ورکړل شي.

بل طرف د زیاتو پاکستاني او نړیوالو سیاسي څیړونکو په باور د پاکستان د پوځ مشر باجوه او لومړي وزیر عمران خان تر منځ د نظر وړ اختلافات موجود دي، چې په وینا يي ددې اختلافاتو او د دې ټاکنې پر سر د ناخوالو اوږیدل به د پاکستان د بدنامۍ سبب ګرځي. رشید زیاته کړي ده، ممکن یاده ستونزه دوه ورځې وخت واخلي خو په وینا يي چې د احتیاط په وجه يي راتلونکي جمعه ټاکلي ده.

نوموړي زیاته کړي ده، چې د پوځ مشر او لومړي وزیر عمران خان تر منځ ستونزه او اختلافات تر ډیر مهاله حل شوي دي او په شویو اقداماتو توافق شوی دی، خو رشید د رسنیو د هغو پوښتنو ځواب ورنکړی شو، چې په خبره یي بیا ولې داغه موضوع دومره وخت اخیستی دی.

د یلوړ ده، چې د اکتوبر په شپږمه د پاکستان د پوځ عامه اړیکو برخې لخوا په خپروو شویو اعلامیو کې د زیاتو تبدیلیو د ورکړې بیانونه ورکړل شوي وو، چې د ايي ایس ايي د پخواني مشر فیض حمید پر ځای د ايي ایس ايي نوی مشر ندیم احمد انجم ټاکل شوی دی.

Leave a Comment